سرينګر 01 ستمبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو عملياتو كښې د تېرې اګست مياشتې په مهال د يوې مېرمنې پشمول 34 كشميريان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا ??اري شويو شمېرو له مخې په دې كسانو كښې دوه وګړي د حراست په مهال شهيدان كړې ش??ي دي۔ د دې شهادتونو په نتيجه كښې دوه مېرمنې كونډې شوې دي او 6 ماشومان يتيمان ش??ي دي۔ په دې مو??ه كښې هندي ځواكونو په سوله ايزو مظاهرچيانو پېلټ ګن او د اوښكې بهيونكي ګاز پشمول وحشيانه طاقت كارولو سره 483 كسان سخت ژوبل كړي دي۔ د لټون عملياتو او په كورونو د چاپو په مهال د حريت مشرانو٬ كاركنانو او ځوانانو پشمول 196 كسان نيول ش??ي دي۔ هندي ځواكونو د تېرې مياشتې په مهال 140 كورونه په مكمل او جزوي توګه تباه كړي دي۔ دغسې د 5 مېرمنو بې حرمتي ئې كړې ده۔