سرينګر 14 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن سيد علي ګېلاني د آزادې په ورځ پاكستاني حكومت او ??وم ته مباركي و??كړې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې سيد علي ګېلاني په سرينګر كښې په جاري شوي خپل پېغام كښې ووئيل چې د پاكستان په 22 كروړه اولس دا ملي ذمه واري راځي چې په دې مباركه موقع لوظ وكړي چې هغوي به خپل ځان د پاكستان استحكام٬ پرمختګ او امن لپاره خپل ځان وقف كړي۔ ده يو قوي پاكستان لپاره د خپلو نېكو هيلو څرګندونه وكړه او ??ې وئيل چې پاكستان د عالم ??سلام يوه قوي قلعه ده او ??ه دې حېثيت نه يوازې پاكستان ته په اسلامي هېوادونو بلكې په نړيواله ټولنه كښې هم د مشرانې كردار ترسره كولو ضرورت دے۔