كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اتوار په ورځ ساروان هاؤس ته لاړو او د مستونګ په پېښه كښې د بلوچستان عوامي ګوند لارښو نوابزاده سراج رئيساني زوي جمال خان رئيساني او د هغه وروڼو نواب اسلم رئيساني او نوابزاده لشكري رئيساني سره ئې غمرازي وكړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره سناتور نصيب الله خان بازئي او سناتور مولانا ع??دالغغور حېدري هم موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د شهيد نوابزاده سراج رئيساني زوي جمال خان رئيساني او ??ور?? سره ملاقات وكړو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن د ارواښادو درجې لوړې كړي او وارثانو ته د زغم توفيق وركړي۔