اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي د كش??ير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كش??يري اولس د هيلو له مخې هوارېدل پكار ده٬ شجاعت بخاري په مړانه او بهادرۍ هندي ظلمونه نړۍ ته ورمخې ته كړې٬ د ھغه شهادت به عبس نه ځي٬ نړيواله ورورلي دې په كش??ير كښې ?? روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پلو پام لرنه وكړي٬ د اوږدې مودې كشالې په هواري كښې دې خپل كردار ولوبوي۔ د خارجه دفتر وياند دا ??برې د نهې په ورځ د شهيد شوي كش??يري خبريال شجاعت بخاري په ياد نېشنل پرېس كلب كښې د غمرازۍ ريفرنس ته وېنا په مهال كړې۔ په دې موقع د آزاد كش??ير اولسمشر مسعود احمد خان، کشمیرۍ لارښوده مشعال ملك او سینئر خبريال حامد مير هم موجود ٶ۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د شجاعت بخاري زړه د كش??يري اولس د مينې نه ډك ٶ٬ شجاعت بخاري هندي ظلمونه ټوله نړۍ ته ورمخې ته كړې او هم د دغې په سوب ھغه شهيد كړې شوې۔ ده ووئيل هندي حكومت او ځواكونه نورو كش??يريانو ته هم د دغسې انجام دړكې وركوي۔ ده شجاعت بخاري ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل نن مونږ د شجاعت بخاري په ياد كښې د غمرازۍ دستوره كښې ګډون كوٶ٬ شجاعت بخاري نه يرېدو او هغه رښتيا ليكل۔ ده ووئيل شجاعت بخاري هم د نورو زرګونو په شمېر د كش??يريانو غوندې شهيد كړې شوې او د هغوي دا ??هادات به عبس نه ځي ، نړيوالې ورورلۍ له به د كش??ير كشالي هواري ته پام كول وي