اسلام آباد 09 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي سي پېك د پاکستان او چین ترمېنځه د لازواله اړيكو شاهكار منصوبه ده ٬ سي پېك د چا په خلاف نه بلكې د منطقې د هېوادونو يو بل سره د تړلو منصوبه ده٬ د سي پېك مخالف پاكستان ناكاره او پاتې معيشت ساتل غواړي٬ سي پېك لپاره ټول قام يو موټې دے۔د چي?? سفير سن وي ډونګ په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا دستورې ته خپلې وېنا كښې داخله وزير احسن اقبال ووئيل سي پېك د توان په بحران قابو موندلو كښې كليدي كردار ترسره كړې٬ د سي پېك په سوب پاكستان ته نوې سرمايه كار او ټېكنالوجۍ راروانې ??ي٬ دې منصوبې سره به د بلوچستان محرومۍ لرې شي٬ ګوادر بندر ځائې به منطقه كښې مركزي كردار ادا كړي۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبو ته عملي شكل وركولو په اړه د چي?? د سفير خدمات د س??ائنې ??وګه دي٬ د ده په دور كښې سي پېك يو حقيقت جوړ شوې۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبو په ضد ځينې ??لق سازشونه كوي٬ پاكستان او چي?? به د سي پېك په ضد س??زشونه ناكامه كړي۔ ده ووئيل د منطقې خوشحالي او پرمختګ د سي پېك منصوبو بشپړېدو سره تړلې ده۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبۍ په تندۍ سره بشپړېدو پلو روانې ??ي٬ دا منصوبه پاكستان ته د توان او انفراسټركچر غوندې د پېښو چېلنجونو حل دې۔د چي?? سفير د داخله وزير د قائدانه صلاحيتونو اعتراف كولو سره ووئيل د احسن اقبال د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير په حېث د سي پېك په اړه هڅې او منصوبې عملي كولو لپا??ه فعاله كردار نه هېرېدو دے