اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د وز??راعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ 13مه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د كورني او بهرني امنيتي صورتحال او په نړيوال او سيمه ايز تناظر كښې د رامخې ته شويو د قامي سلامتيا چېلنجونو او خطراتو ج??ج واخستل شو۔ د غونډې په مهال د ډونلډ ټرمپ د سوئېلي آسيا په اړه په پالېسۍ هم بحث وشو۔ په غونډه كښې د دفاع وز??ر خرم دستګير خان٬د خزانې وز??ر اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وز??ر احسن اقبال٬خارجه وز??ر خواجه محمد آصف٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيا٬سرلښكر قم?? جاوېد باجوه٬د سمندري پوځ مشر اېډمرل محمد ذكا?? الله٬د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان٬د قامي سلامتيا صلاكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر جنجوعه٬د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل نويد مختار او سينئر سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د كورني او بهرني امنيتي صورتحال او په نړيوال او سيمه ايز تناظر كښې د رامخې ته شويو د قامي سلامتيا چېلنجونو او خطراتو ج??ج واخستل شو۔ كمېټۍ پريكړه وكړه چې د 5 نه تر 7 ستمبر 2017 په مهال د سفيرانو كنفرنس نتيجې يا سفارشات مرتب كولو لپاره به ذيلي كمېټۍ جوړولې شي كومه به چې د نېشنل سېكورټي كمېټ?? په راتلونكې غونډه كښې په خاص تجويزونو غور كوي۔ د آرمډ فورسز پرمختيائي پروژې جاج اخستلو سره كمېټۍ پريكړه وكړه چې په رامخې ته شوي صورتحال كښې قامي سلامتيا باوري كولو لپاره يو موثره دفاعي تشخص ساتل پكار دي۔ دا په يوه اونۍ كښې د خپل نوعيت دوهمه غونډه وه۔ په غونډه كښې د افغانستان په اړه د امريكې د نوې پالېس?? په نتيجه كښې په پیدا شوي صورتحال او پھ دې لړ كښې د پاكستان په حكمت عملۍ غور وكړے شو۔