اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې مينځني ختيز كښې امن او استحكام له به پاكستان د اسلامي نړۍ هيلې ترسره كوي۔ ده دا خبره د اردن د جوائنټ چيفس آف سټاف لېفټيننټ جنرال ??حمود اے فرحت سره په خ??ل ملاقات كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ اي??ان صدر كښې وليدل۔ اولس مشر د سوريې په صورتحال د افسوس څرګندونې سره ووئيل چې د دې صورتحال ??ه نتيجه كښې د امن وضعه ځپلې كېږي۔ده ووئيل پاكستان د سوريې او يمن په مسئله د غېر جانبدارۍ په پالېسۍ عمل كوي۔ اردن سره د دفاع پشمول ټولو څانګو كښې به مرسته روانه وي۔ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې څوكالي او ټوله سيمه كښې امن غواړي خو د كشمير مسئلې تر حل سوئېلي آسيا كښې امن ممكن نه دې۔ ده په دې موقع بېلو څانګو كښې په مرسته زياتولو زور راوړو او د اردن ځوانانو او افسرانو له يې پاكستان كښې په تربيتي ادارو كښې د تربيې وړاندېز هم وركړو۔ده ووئيل پاكستان اردن سره خ??لې اړيكې مهمې ګڼي٬د اردن دفاعي مرسته د شريكو ګټو او نړيوال امن لپاره ده۔اولس مشر د شاه عبدالله دوهم لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔د اردن چيف آف سټاف لېفټيننټ جنرال ??حمود اے فرحت ووئيل د اردن اولس پاكستان سره مينه لري او د پاكستان ځواك پروفېشنل او بهادر دے۔اولس مشر د اردن چيف آف سټاف له نشان امتياز ملټري هم وركړو۔په دستوره كښې اعلٰی سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو