اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د وزيراع??م د اطلاعاتو او خپ??ون?? خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي ??ې اوسني حكومت د هېواد د تاريخ وړومبې اولسي ا?? فلاحي بجټ وړاندے كړے كوم چې د اولس خېر ښېګړې٬ د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره د وزيراعظم عمران خان د وژن عكاسي كوي٬ په بجټ كښې د اقتصادي اصلاحاتو اهداف هم شامل كړې شوي دي٬ په بجټ عمل كولو لپاره د حكومت اقتصادي ??له او ټولې ادارې په ګډه كار كوي۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ پوسټ بجټ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې پرون پارلمان د وړومبي ا??لسي ا?? فلاحي بجټ منظوري وركړې چې پكښې د اقتصادي اصلاحاتو اهداف هم شامل كړې شوي دي۔ هغې ووئيل چې په بجټ عمل كولو لپاره د حكومت اقتصادي ??له او ټولې ادارې په ګډه كار كوي۔ بجټ د اولس خېر ښېګړې٬ د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره د وزيراعظم عمران خان د وژن عكاسي كوي۔ د پاكستان تحريك انصاف د منشور له د هېواد پائيدار پرمختګ او د ادارو استحكام د اوسني حكومت بنيادي اېجنډا ده۔ هغې ووئيل چې د وزيراعظم وژن مخ په وړاندې بوتللو لپاره دې مېډيا او ټولې اړوند ډلې ملګرتيا وكړي۔ هغې ووئيل چې معيشت ته دستاوېزي شكل وركولې شي ا?? د دې به مثبت آغېز وشي ا?? دا به د مني لانډرنګ په خاتمه كښې هم مرسته كوونكې ثابت شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې وزيراعظم عمران خان تل قوم ته ريښتيا وئيلي دي۔