اسلام آباد 30 جون (اے پي پي﴾ د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي چې هېواد د پولو نه زيات خطر د موسمياتي بدلون نه لري٬ وزيراعظم عمران خان د ټاكنو ګټلو نه بلكې د نوي نسل د روښانه سباؤن خبره كوي٬ اپوزيشن كنفيوژن سره مخ دے٬ د مېډيا د مرستې نه بغېر په كومه پروژه كښې كاميابي ممكنه نه ده۔ اے پي پي سره په خبر?? كښې دوهمې وزيرې ووئيل چې په اوسني دور كښې د مېډيا كردار ډې?? مهم شوے٬ په ټولټاكن?? كښې زما په كاميابې كښې د مېډيا مهم كردار دے۔ هغې ووئيل چې د مېډيا د مرستې نه بغېر په كومه پروژه كښې كاميابي ممكنه نه ده۔ وزيراعظم عمران خان هم مېډيا پرسنز سره ډې??ه مينه لري۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې اپوزيشن په دې وخت كښې كنفيوژن سره مخ دے٬ پاكستان تحريك انصاف دوي دې حالاتو سره مخ كړي دي۔ هغې ووئيل چې موسمياتي بدل??ن سره پاكستان ډې?? آغېزمن كېږي٬ هېواد د پولو نه زيات خطر د موسمياتي بدلون نه لري۔ هغې ووئيل چې عمران خان دوراندېش لارښود دے٬ وزيراعظم عمران خان د ټاكنو ګټلو نه بلكې د نوي نسل د روښانه سباؤن خبره كوي۔ هغې ووئيل چې د اګست د 14مې نېټې نه په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پلاسټك په شاپنګ بېګز بندېز لګول كېږي۔