اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني په درنښت كښې وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د هركلي درنه دستوره وشوه۔ په دستوره كښې د پاكستان او قطر قومي ترانې وغږول شوې۔ د وسله والو ځواكونو چټك ډلې معزز مېلمه ته سلامي وكړه۔ امير قطر ته د پاك فضائيه جے اېف 17 تهنډر ال??تكو هم سلامي وكړه۔ وزيراع??م عمران خان معزز مېلمه سره د كابينې د غړو او امير قطر د خپ?? پلاوي غړو وزيراع??م عمران خان سره تعارف وكړو۔ د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په وزيراعظم هاؤس كښې يو بوټې هم نال كړو۔ د دې څخه وړاندې د نور خان هوائي اډې ته په رارسېدو امير قطر ته د يوويشت توپو سلامي وكړې شوه۔ وزيراع??م عمران خان د امير قطر ګاډې د هوائي اډې نه تر وزيراعظم هاؤس په خپله وچلولو۔ د هركلې دستورې نه پس د وزيراع??م عمران خان او د امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني ترمېنځه په وزيراعظم هاؤس كښې يو په يو ملاقات وشو۔