اسلام آباد ۔ 27 مارچ(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د پوځي عدالتونو په موده كښې د پراختيا په اړه مشاورت روان دے۔ په اتلسم بدلون كښې د لا بدلون پ?? كوم وړاندېز غور نه دې روان ۔ د آصف زرداري په شمول په كومه هم مقدمه كښې د حكومت كومه لاس و??نه نشته۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده انټرنېشنل اسلامك پوهنتون كښې د ” پاكستان كښې د قانون تعليمې موقعو او چېلنجز” په سرخط د دوه ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ??ه ووئيل د پوځي عدالتونو موده جنورۍ كښې ختمه شوې وه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې لړ كښې سياسي ګوندونو سره مشاورت كوي۔ ??ه ووئيل د اتلسم بدلون پ?? اړه د وفاقي كابينې په غونډه كښې كومه خبره نه كېږي او نه وزيراعظم عمران خان دې ته د بيا كتنې كومه خبره كړې ده۔ ??ه ووئيل د 1973ء آئین ذوالفقار علی بھټو جوړ كړې ولې د اتلسم بدلون څخه دا څرګندېږي چې قانون كښې ضروري بدلون كېدې شي۔ ??ه ووئيل نېب قوانین كښې په اصلاحاتو كار روان دے او د اصلاحاتو ترمخه به د ضمانت اختيار ټرائل كورټ ته ترلاسه وي او پلی بارګېن او رضاکارانه تږلاره كښې به د بدلون پ?? شمول نور تراميم كولې شي۔ ??ه ووئيل د سپريم كورټ په احكاماتو بايد من وعن عمل وكړې شي۔ ??ه ووئيل حكومت د نېب په كار كښې هېڅ لاس و??نه نه لري۔ د آصف علي زرداري په شمول د چا په مقدمه كښې هم د حكومت هېڅ كردار نشته بياهم د كرپشن پ?? ضد به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دې څخه وړاندې كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل تر ټولو مقدس قانون د لوئے څښتن او قرآن دے۔ مونږ لپاره د لوئے څښتن قانون د بنيادي قانون حېثيت لري۔ د قرآن پاک د اولنۍ وحي “اقرا” څخه د تعليم اهميت په ډاګه كېږي۔ ??ه ووئيل د قانون تعلیم لپاره په ژبه پوهېدل مهم دي۔ ??ه ووئيل د سپريم كورټ پرېكړه موجود ده چې اردو به سركاري ژبه وي۔ ??ه ووئيل تر كومې چې قانون كښې جدت نه وي مونږ به وروستو پاتې شوو ۔ ??ه ووئيل مونږ په قانون او د قانون پ?? سرلوړۍ باور لرو۔ ??ه ووئيل نېلسن منډېلا وئيلي وو چې تعليم نړۍ بدلولې شي۔ ??ه ووئيل د ټولنې په بدلون كښې د وكيلانو كردار ډېر مهم وي۔ وكيلانو له په انصاف اډانه ټولنه جوړول وي۔ كنفرنس ته د انټرنېشنل اسلامک پوهنتون رېكټر ډاکټر معصوم یاسین زئی او د لاﺀ ډيپارټمنټ چیئرمین ډاکټر حافظ حفیظ الرحمن هم خطاب وكړو