اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د نیوزی لینډ كرائسټ چرچ ښار كښ?? په جومات د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره وئيلي دي بريد د تكليف وړ دے۔ د جمع?? په و??ځ د غمرازۍ په خپل ټویټ كښې وزیراعظم وئيلي دي په دې سخت وخت كښې مونږ د ځپليو كورنيو سر?? ولاړ يو ۔ ده ووئيل دې بريد سره زمونږ د مؤقف تصدیق شوے چې ترهه ګر كوم مذهب نه لري، د زياتو شوو دې بريدو په شا د نائن الیون نه پس تندۍ سره خپريدونكې ’’اسلامو فوبیا‘‘ ده د كومې له مخې چې د ترهه ګرۍ د ټولو كارروائیو ذمه وار په مجموعی توګه اسلام او مسلمانانو ګرځولې شي?? ده ووئيل د مسلمانانو جائزو سیاسی هلو ځلو ته زيان رسولو لپاره دا حربه هم آزمائيلې شوې ده