کوئټه۔ 05 فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري كوئټه كښې افغان قونصل جنرل وحيد الله مومند سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال افغانستان كښې د امن په بحالۍ٬ سوكالۍ او پولې سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ دوهم سپيكر خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن په ځائې كولو له مهم كردار ترسره كوي۔ افغانستان كښې كه امن او خوشحالي وي نو دواړه هېوادونه به پرمختګ وكړي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې دوئي يو ځائې ناستې سره مسئلې د خبرو د لارې حل ك??ي۔ ده ووئيل ??زی??اعظم عمران خان چې د افغان پالېسۍ په اړه كومه خبره 20 كال وړاندې كوله نن د امريكا په ډول طاقتور قوت هم په دغه پالېسۍ روان دے۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د امريكا او طالبانو ترمينځھ مذاكرات روان دي۔ ده ووئيل منطقه كښې به ام?? ضرور راځي اود پاكستان او افغانستان چې يو بل څخه كومې ګيلې دي ددې لرې كولو له يو ځائې ناسته ضروري ده۔په دې مهال خپلو خبرو كښې افغان قونصل جنرل وحید اللہ مومند ووئيل مونږ يو بل سره په مذهبي ٬ كلتوري او معاشرتي توګه تړلې يو۔ دا منطقه بلها معدنيات لري ځكه په دې د نړۍ لوئې طاقتونه يو بل سره جنګیږي۔ ده ووئيل افغان حکومت د ملي مشر اشرف غنی په مشرۍ كښې هېواد كښې امن ته خاص پاملرنه ك??ي او د افغانستان هم دا خوښه ده چې ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې وي۔ ده ووئيل د پاكستان نوي حكومت څخه هيله لرو چې هغه به هم ګاونډي هېوادونو سره ښه اړيكې وساتي