اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چیئر??ېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د كشمير مسئلې حل لپاره پاكستانيان٬ حكومت او سياسي مشران يو موټې دي٬ دې كښې بله رائے نشته چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو ا?? د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كړې شي۔ كشمير سره د يوالي ورځ په موقع خپل پېغام كښې سنجراني ووئيل اولس او د پاكستان ادارې د كشميريانو د آزادۍ د هڅو نه يوازې بشپړ ملاتر كوي بلكې د آزادۍ لپاره شوو قربانيو ته پېرزوئنې هم وړاندې كوي۔ ده ووئيل د فرورۍ 5مه نېټه په م??بو??ه كشمير كښې د مسلمانانو د آزادۍ هلو ځلو ا?? په دې لړ كښې د وركړې شوو قربانو لپاره د يوالي د څرګندونې ورځ ده كومi چې په بشپړه ډول د هېواد دننه او په نړيواله كچه مېشته پاكستانيان او كشميريان رامخې ته كوي او د هندي ظلمونو ا?? جبر ??ه نړۍ خبروي چې څنګه هندي ځواكونه په م??بو??ه سيمه كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې چې د بشري حقونو علمبردار هېوادونه ٬ ادارې او تنظيمونه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارولو لپاره ګامونه پورته كړي٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميټي او د او آئي سي او نورې ادارې دې هم خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے ٬ د پاكستان په تاريخ كښې ټولو حكومتونو د دې مسئلې حل پاره ګامونه پورته كړې او نن مونږ دا لوظ كوٶ چې د كشالې هواري لپاره به د هېواد او په نړيواله ك??ه نور ګامونه پورته كولې شي دغسې چې په م??بو??ه سيمه كښې د ظلم او جبر لاره ونيولې شي او كشميريانو ته د دوي د آزادۍ بنيادي حق تر لاسه شي