اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د ايوان غونډه په ښه ډول چلولو لپاره د وزيراعظم عمران خان٬د مخالفې ډلې مش?? شهباز شريف او د پخواني اولس مش?? آصف علي زرداري پشمول د 13 غړو پارليماني ضابطه اخلاق كمېټۍ اعلان كړې ۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر د قامي اسمبلۍ نه په منظور شوي تحريك د قواعد او ضابطو٬د قاعده 2007 ٬ د قاعده 244(بي)له مخې اختيارات كارولو سره كمېټي تشكيل كړې۔ د ټرمز آف ريفرنس له مخې كمې??ي به د قواعدو او ضابطو له مخې د قامي اسمبلۍ د غړو د رويې جاج اخلي او د قامي اسمبلۍ سپيكر او غړو د رويې په اړه د رالېږلو شوو كيسونو جاج به هم اخلي۔كمېې??ي به د ثبوتونو نه غېر په مېډيا په راغلې كومه معامله يا عدالت كښې په كومه مقدمه كاروائي نه كوي۔كمې??ي به په درېم مياشتني بنياد د اسمبلۍ د غړو د رويو په اړه راپور وړاندې كوي۔كمې??ي به د خپلو قواعدو طريقه كار جوړولو واك لري۔د كمېټۍ په غړو كښې د حكومتي ډلې مش?? عمران خان د مخالفې ډلې مش?? شهباز شريف٬د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد٬د كورونو او ودانو وزير طارق بشير چيمه٬د انفارمېشن ټېكنالوجي وزير خالد مقبول صديقي٬د قامي اسمبلۍ غړي آصف علي زرداري٬اسد محمود٬خالد حسېن مګسي٬اختر مينګل٬غوث بخش مهر٬نوابزاده شاه زين بګټي او امير ح??در خان هوتي