اسلام آباد ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) پاكستان كښې د روسيه سفير الېکسی وائے ډیډوو وئيلي دي د كرتار پور پوله پرانستلو سره پاكستان نړۍ ته ښودلې چې منطقه كښې امن غواړو۔ وخت تېرېدو سره سره به د پاكستان او روسيه ترمينځھ اړيكې لا مضبوطې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده انسټي ټيوټ آف انټر??ېش??ل افيئرز كښې د سوئيلي آسيا استحكام كښې د روسيه كردار په سرخط يو سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ختمولو له د پاكستان فعاله كردار پاتې شوې دې۔ ده ووئيل زه د ضرب عضب او ردالفساد په ډول د كاميابو عملياتو په ترسره كولو د پاكستان امنيتي ځواكونو ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل روسيه پاكستا?? سره دوه اړخيزه مستحكمې رابطې غو??ړي??ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره به زمونږ پاكستا?? سره سماجي ٬ كلتوري او معاشي اړيكې لا مضبوطې شي۔ ده ووئيل روسيه هم د چين منصوبې “يوه پټۍ يو سړك” كښې د مرستې برخه ده او هم ددې ترمخه د پاكستان او چين ترمينځه درې اړخيزه مضبوط تجارت جوړول غو??ړي?? د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل روسيه په جمهوري توګھ د مضبوط افغانستان په حق كښې ده۔