اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان اولس د چ??ن سره خپلې اړيكې ??همې ګڼي٬د پلاويو تګ راتګ سره دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده٬د چ??ن دورې په مهال د چ??نائي قيادت سره ملاقات ته سترګې په لار يم٬د چ??ن دوره به دوه اړخيزه ستراتېژېكي مرستې او د همارۍ د اهميت عكاس وي۔ده د چ??ن د كميونسټ ګوند د نړيوال پرمختګ وزير سونګ تاؤ سره خبرې اترې كولې چا چې د ګل په ورځ ده سره ليدلي وو۔د چ??ن نړيوال پرمختګ وزير سونګ تاؤ وزيراعظم عمران خان سره د غريبۍ ختمولو٬د كرپشن په ضد جنګ او د زرعي پرمختګ ايجنډې بشپړولو له د مرستې باور وركړو۔وزيراعظم عمران خان د چ??نائي وزير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان او چين د ملګرتيا اړېكې ??ري او د پاكستان اولس د چ??ن سره ملګرتيا ته خاص اهميت وركوي۔د چ??ن اولس مشر شي جن پنګ د اړخه دواړه هېوادونه قوي وروڼه ګرځول د حقيقت عكاسي كوي۔ده ووئيل د چ??ن اولس مشر يو لويې سټېټس مين دے او د پاكستان اولس هغه ستائي۔پاكستان تحريك انصاف او د كميونسټ ګوند ترمينځه زياتې شو?? اړيكې ستائېلو سره وزيراعظم د پلاويو تګ راتګ د لارې اړيكو ته د لا ودې وركولو پھ حاجت زور راوړو