اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د چین سفیر یاؤ چن د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلې دي ۔ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د چين سف??ر سره په خبرو كښې سپيكر اسد قېصر ووئيل د دو??ړو هېوادونو ملګرتيا لازواله ده او دو??ړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د يو بل د دريځ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د دو??ړه ګاٶنډيانو هېوادونو د ملګرتيا په شريك باور او د احترام په قوي بنيادونو اډاڼه ده٬ چين سره د ملګرتيا اړيكې نوې بام ته رسولو ته به پام لرنه كولې شي ۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبه نه يوازې د دو??ړو هېوادونو بلكې د ټولې منطقې د پرمختګ او سوكالۍ منصوبه ده او پي ټي آئي به په منصوبه عمل درآمد باوري كولو لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني غړو او د اولسي رابطو ته وده وركولو سره دا اړيكې لا مستحكمېدې شي۔ اسد قېصر ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمېنئځه پهتجارت كښې رامخې ته شوې ټول خنډان لرې كولو لپاره به قانون سازي كولې شي۔ په دې موقع د چين سف??ر سفیر یاؤچن سپیکر ته د چين اولس مشړ ٬ وزیر اعظم او د نېشنل پیپلزکانګرېس د چیئرمېن لخوا په سپيكر منتخب كېدو مباركي وركولو سره د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ د چين سف??ر خپلو خبرو كښې ووئيل چین پاکستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او اوسنۍ اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ هغه ووئيل د دو??ړو هېوادونو مشران خپلې اړيكې نوي بام ته رسولو او د سي پېك منصوبه زر تر