اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د سرائيكي سيمې اولس تل وفاداري كړې او په سياست ??ښې ئې هم د هغو خلقو ملګرتيا كړې كومو چې د سيمې او پاكستان خدمت كړے٬ په اسمبلو ??ښې د غوره استازو په ټاكلو د سيمې د اولس مننه كوم او مباركي وركوم او هيله لرم چې په راتلونكو ټولټاكنو ??ښې به هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ بريالې شي٬ كه د پرمختګ خبره وكړې شي نو په ټول هېواد ??ښې دعويٰ لرو چې څوك هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مقابله نه شي كولې۔ د پاكستان جوړېدو نه واخله د 65 كلونو كار يو خوا د ميا نواز شريف د اوسني حكومت د پنځه كلن دور كار بل خوا دے۔ د خالي په ورځ د نېشنل هائي وے د جلال پور پيروالا نه تر ??چ شريف د سېكشن پرانستې كولو نه پس اولسي غونډې ته په خپله وېنا ??ښې وزيراعظم ووئيل چې دا پروژه د اوږدې مودې نه ځنډ سره مخ وه٬ دا پروژه هم مونږ ترسره كړه او هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او نورو ګوندونو ترمېنځه فرق دے۔ ده ووئيل چې كله په كال 2013م ??ښې زمونږ حكومت جوړ شو نو محمد نواز شريف پرېكړه وكړه چې ټولې ځنډېدلې پروژې دې ترسره كړې شي٬ كوم بل سياسي ګ??ند داسې نه كوي ځكه چې كرېډټ هغه ته نه ځي خو ستاسو ګ??ند پرېكړه وكړه چې ټولې ځنډېدلې پروژې دې ترسره كړې شي۔ ده ووئيل چې په دې پروژه پنځه اربه روپې لګښت راغلې۔ ده ووئيل چې د لواري ټنل پروژه په كال 1974م ??ښې پېل شوې وه كومه چې نواز شريف ترسره كړه۔ دغسې د 22 كلونو نه ځنډېدونكې د كچي كينال پروژه هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ ترسره كړه۔ ده ووئيل چې پرون د نيلم جهلم د پروژې پرانسته وكړې شوه٬ د تېر وخت څلورو حكومتونو دا پروژه ترسره نه كړې شوه كومه چې مونږ ترسره كړه۔ وزيراعظم ووئيل چې هم دا فرق دے كوم چې ټولو ته په نظر راځي او د مسلم ليګ ﴿ن﴾ يواځنې حكومت دے كوم چې نه يوازې پروژې پېل كوي بلكې په وخت ئې ترسره كوي۔ ده ووئيل چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو په هېواد ??ښې د برېښنا بحران و۔ ده ووئيل چې د پاكستان جوړېدو نه تراوسه 20 زره مېګاواټه برېښنا جوړه كړې شوې وه٬ مونږ په قومي ګرډ ??ښې 10 زر?? 400 مېګاواټه برېښنا شامله كړه۔ ده ووئيل چې كله كار وكړے شي نو ستونزې به رامېنځ ته كېږي۔ ده ووئيل چې مشرف٬ زرداري او عمران خان هېڅ ستونزې نه لري ځكه چې دوي كار نه دے كړے۔ حكومتونه ټولو سره دي خو په پنجاب ??ښې د شهباز شريف كار وګورئ او په نورو صوبو ??ښې د عمران خان او آصف زرداري كار هم وګورئ۔ فرق به په نظر راشي۔ د سرائيكي صوبې په اړه څو ورځې وړاندې د شوي خبري كنفرنس حواله وركولو سره ده ووئيل چې نن كوم خلق د نويو صوبو جوړولو خبرې كوي٬ هغوي زمونږ ملګري دي٬ دوي ته د داسې خبري كنفرنس كولو ضرورت نه وو ځكه چې دوي پنځه كاله په اسمبلو ??ښې موجو د وو٬ بايد هلته ئې خبره كړې وې۔ ده ووئيل چې حقيقت دا دے چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ هغه يواځنې سياسي ګ??ند دے كوم چې د بهاولپور او سوئيلي پنجاب صوبو جوړولو لپاره په صوبائي اسمبلۍ ??ښې قراردادونه منظور كړي دي۔ ده ووئيل چې د صوبو جوړولو په اړه كوم يو سياسي ګ??ند پرېكړه نه شي كولې٬ بايد داسې آئيني بدلونونه د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق سره وشي۔ ده ووئيل چې ټول سياسي ګوندونه دې كېني٬ مذاكرات دې وكړي او پرېكړه دې وكړي چې د هېواد بهترې لپاره دې نوې صوبې جوړې كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې په سندھ٬ بلوچستان او خېبر پښتونخوا ??ښې هم داسې غوښتنې شته۔ ده ووئيل چې ټولې دې كېني٬ د خبري كنفرنسونو د لارې معامله به حل نه شي۔ ده ووئيل چې نوې صوبې به د سياسي ګوندونو په اتقاق سره جوړولې شي۔ د احمد پور شريقه ضلعې جوړولو په اړه ده ووئيل چې نوې حلقه بندې شوې دي او په دې لړ ??ښې ځينې پېچلتياوې موجود دي خو د پنجاب وزيراعلٰي سره به خبره كوم٬ هغه به په خپله د ضلعې جوړولو اعلان وكړي۔ ده ووئيل چې زمونږ ګ??ند چې كوم لوظونه كړي دي٬ هغه ئې پوره كړي دي۔ ده ووئيل چې هيله ده چې تاسو به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ كاركردګې كتلو سره د ګ??ند ملګرتيا وكړئ او د خپلې سيمې نه به مسلم ليګ ﴿ن﴾ كامياب كړئ۔