کابل 06 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان جمهور ريئس اشرف غني په بلنه خارجه وزير خواجه م??مد آصف ‘ داخله وزير احسن اقبال‘ د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا او د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېیننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د جمعې په ورځ د كابل دوره كړې۔ په دې موقع د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د افغان جمهور ريئس اشرف غني ترمېنجه يو په يو ملاقات نه پس د افغانستان په صدارتي محل كښې د پلاويو په كچه خبرې وشوې۔ په دې موقع افغانستان كښې امن او مصالحت‘ د ترهګرۍ مخنيوي٬ د افغان كډوالو ستنېدل٬ دوه اړخيزه تجارت او د سيمه ايزو رابطو پشمول د پاك افغان اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دواړو مشران په دې خبره سلا شوي چې د افغانستان او پاکستان امن او يوالي لپاره اېكشن پلان د شريكې خوښې ټولو معاملو له پراخه بنياد او منظمو رابطو لپاره ګټور فرېم ورك دے۔ دوي امن او يوالي لپاره د پاك افغان اېكشن پلان له م??ې د پنځو واړو مزاكراتو ډلو د فعاله كولو پرېكړه وكړه۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي افغانستان كښې او امن او روغې جوړې له د اولس مشر اشرف غني د وژن او طالبانو ته د امن مذاكراتو د وړ??ندېزي هركلے وكړو۔ دواړو لارښودو په طالبانو ټېنګار وكړو چې ھغوي دې د امن د وړ??ندېز په زړه پورې ځواب وركړي او د نور تاخير نه غېر دې د امن عمل كښې شامل شي۔ دوي په دې خبره هم سلا شول چې د افغان شخړې هيڅ پوځي حل نشته او سياسي حل مخ په وړ??ندې د تللو غوره لار ده ۔ دواړو مشرانو د دې خبرې پخلې وكړو چې ترهګري يو شريك دښمن او خطر دے ۔ دوي خپله خپله خاوره د يو بل په ضد په نه كارولو هم سلا شول ۔ دواړو مشرانو په دې هم اتفاق وكړو چې د دواړو هېوادونو امن ٬ سوكالي او استحكام يو بل سره تړلې دے۔ دوي د دوه اړخيزه او د راهدارۍ تجارت د ټولو مسئلو هواري لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلې وكړو۔ دواړو مشرانو د دې عزم هم كلكه څرګندونه وكړه چې سياست به په اقتصادي شراكت دارې اثر انداز كېدو له ورنه كړو كوم چې د دواړو هېوادونو د اولس ښګړې لپاره ډېر مهم دے ۔ دواړو د سيمه ايزو رابطو لپاره د خپل عزم بيا څرګندونه وكړه لكه څنګه چې دوي د فرورۍ په 23م نيټه كال 2018 كښې د تركمانستان څخه افغانستان ته د تاپي ګاز پائپ لائن داخلېدو د شريكې پرانستې په موقع هرات كښې كړې وه۔ دواړو مشرانو د رېل ٬ سړك او د ګاز پائپ لائن مهمو منصوبو له پلاننګ او عملدرآمد مخ په وړ??ندې بوتللو لپاره د شريك اقتصادي كمېسون غونډه زر تر زره رابللو باندې هم سلا وكړه كوم چې به دواړه هېوادونه م??نځنۍ اسياء سره پېوست كوي۔ دواړو لارښودو٬ چمن٬ قندهار٬ هرات رېلوے لائن٬ ??ېښ??ر كابل موټروے او د رابطې نورې منصوبې مخ په وړ??ندې بوتللو ته هم سلا شول كوم چې به ګوادر او د كراچۍ د بندر ځايونو د لارې لنډه رسنې وركولو سره سوئيلي او مېنځنۍ آسياء كښې شاندارو موقعو څخه استفادې كولو له م??ستياله وګرځې۔ دوي د تاپي او كاسا 1000 منصوبو په زر تر زره بشپړولو هم ټېنګار وكړو۔ وزیراعظم د افغانستان چیف اېګزیکټو ډاکټر عبداللہ عبدالله سره هم ملاقات كړې۔ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو آړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې او د قيادت ترمېنځه په باقاعدګۍ سره رابطې روانې ساتلو لپاره اتفاق شوې۔ وزیراعظم افغان اولس لپاره د 40 زره ټنه غنمو د ډالۍ او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په برآمداتو د اضافي رېګولېټري ډېوټۍ ختمولو هم اعلان وكړو۔ دواړو مشرانو د قونصلر چارو او د سول بنديانو تبادلې له د خبرو اترو كولو په پېل هم سلا شول۔ افغان اولسمشر اشرف غني او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خپل خپل هېواد كښې امن ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره په ګډه كار كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د باور ودې لپاره د عزم پخلې كړې۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان جمهور ريئس اشرف غني او چیف اېګزیکټو عبداللہ عبداللہ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه ۔ وزیراعظم د افغانستان ټولو نسلي ډلو ته د پاكستان دولت او اولس لخوا د ملاتړ څرګندونې لپاره ګلبدين حكمت يار٬ استاد محمد محقق‘ استاد محمد کریم خلیلي او د پیر سید حامد ګېلاني پشمول سينئر سياسي مشرانو سره هم ملاقات كړې او په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره ئې د پاكستان د عزم څرګندونه كړې ده ۔