اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د پاك سمن??ري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د كوېت سركاري دورې په مهال د کوېت نېول فورسز کمانډر برېګېېډيئر جنرال خالد عبداللہ او کمانډر کوسټ ګارډ کمانډر شېخ مبارک علی یوسف ال صباح سره ملاقاتونه وكړ??۔ د پاك سمن??ري ځواك وياند ترمخه د كوېت نېول فورسز مشر برېګېډیئر جنرال خالد عبداللہ سره د ملاقات په مهال اېډمرل ظفر محمود عباسی د شريكې خوښې په چارو او په دوه اړ خيزه سمن??ري مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو د سمن??ري ځواكونو مشرانو په تربيه ٬ تکنیکی افرادی قوت او د پوهې يو بل سره د ګډولو په څانګو كښې د دواړو ځو??كونو ترمينځه د مرستې په لا زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ کویت نېوی سره په تربيه كولو او د تربيه شوي افرادي قوت رسنې په لړ كښې د كوېت نېول فورسز مشر د پاك سمن??ري ځواك ستائنه وكړه۔ دوئي د پاك بحريه او كوېت نېول ترمينځه بېلو څانګو كښې د نزدې او مضبوطو اړيكو په حاجت زور راوړو۔ برېګېډیئر جنرال خالد عبداللہ د سميه ايز سمن??ري امن او استحكام په لړ كښې كوټلي او فعاله ګامونو په پورته كولو د پاك بحريه د عزم ستائنه وكړه۔ د پاك سمن??ري ځواك مشر كوېت كښې د پاكستان سفير غلام دستګير او د وسله والو ځو??كونو پخوانو عهدېدارانو سره هم ملاقات وكړو۔د پاك سمن??ري ځواك دا دوره به د واړو هېوادونو او په خاص توګه د دواړو هېوادونو سمن??ري ځواكونو ترمينځه د شريكې مرستې لا مضبوطيا او پراختيا سوب وګرځي۔