کراچۍ ۔ 10 مارچ (اے پی پی) پاك سمندري ځواك په ساحلي سيمه كښې د يو تربيتي مشق په مهال مزكې څخه د وار كوؤنكي يو اېنټي شپ توغندي كامي??به تجربه وكړه۔ د خالي په ورځ جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه توغندي د خپلې ټاكلې لارې څخه تېرېدو سره خپل هدف كاميابۍ سره په نښه كړو۔ وائس چیف آف نېول اسټاف وائس اېډمرل کلیم شوکت او د پاك سمندري ځواك اعلی ??ار??اكي هم په دې موقع موجود وو۔ حاضرينو ته خپل خطاب كښې خاص مېلما بحرهند كښې د امنيت په بدلېدونكي چاپېرچل او دې لړ كښې پاك سمندري ځواك ته په پېښو چېلنجونو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د پاك سمندري ځواك مشر د ګران هېواد سمندري پولو ساتنې له د پاك سمندري ځواك افسرانو ٬ خوارۍ او په اخلاص بشپړ باور لري۔ ده ووئيل د پاكستان سمندري ځواك به د سيمه ايز امن او سلامتيا په لړ كښې په پېښو چېلنجونو ق??بو موندلو له په روانو ټولو هڅو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ وائس چیف آف نېول اسټاف د میزائل فائرنګ دې كامي??به تجربه كښې د برخه اخستونكو ټولو افسرانو او ځوانانو او په خاص توګه د ميزائل يونټ عملې ستائنه وكړه د چا پرله پسې خوارۍ او كلك عزم سره چې دا تجربه كامي??به شوې۔