اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د تعلیم ودې له د حکومتی عزم پخلې كولو سره وئيلي دي چې د بشري وسائلو پرمختګ نه غير كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې، تعلیم د ترهه ګرۍ ، انتها خوښۍ او نورو خرابو څخه تحفظ وركولو كښې هم مرستياله ثابتېږي، د وزیراعظم وسیله تعلیم پروګرام له به د هېواد تر 50 ضلعو پراختيا وركولې شي او نور 10 لکھ ماشومان به سکولونو كښې داخلولې شي۔ ده دا خبره د شورو پھ ورځ د بینظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئی اېس پي) تر سيورې لاندې د وزیراعظم وسیله تعلیم پروګرام له پراختيا وركولو دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل د وزیراعظم وسیله تعلیم پروګرام له به د هېواد تر 50 ضلعو پراختيا وركولې شي او نور 10 لکھ ماشومان به په سکولونو كښې داخلولې شي٬ دغسې د پروګرام ترمخه د وړاندې څخه 19 لکھ ماشومان استفاده كوي۔ په دې موقع وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د هېواد په بيلا بېلو ضلعو ، ښارونو او د لرې پرتو سيمو څخه تعلق لرونكو ماشومانو له انعامونه وركړل، دې ماشومانو د پروګرام ترمخه خپلو زدكړو ترل??سه كولو كښې د ښه کارکردګۍ څرګندونه كړې ده۔ دستورې ته پھ خپل خطاب کښې و??یراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل وسیله تعلیم پروګرام له تر50 ضلعو پراختيا وركول زما لپاره د خوشحالۍ موقع ده ا?? دې څخه د تعلیم ودې په اړه د حکومت د عزم پخلې كېږي۔ ده ووئيل د بشري وسائلو پرمختګ نه غير كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې، تعلیم د ترهه ګرۍ ، انتها خوښۍ او نورو خرابو څخه تحفظ وركولو كښې هم مرستياله ثابتېږي۔ ده ووئيل حکومت تل د تعلیم ودې له كار كړے او د 18م بدلون نه پس تعلیم د صوبائی حکومت ذمه واري دہ خو بيا هم وفاقی حکومت به د صوبائی حکومتونو سره هر ډول مرسته كوي۔ ده ووئيل د پروګرام ترمخه 1.9ملیونه ماشومان سکول ته ځي دغسې د پراختيا پروګرام ترمخه به د هېواد 50 ضلعو سره تعلق لرونكې نور ي?? ملین ماشومان سکول ته لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل دا زمونږ عزم دې چې ماشومانو له نه يوازې تعلیم بلکه معیاری تعلیم به وركولې شي۔ ده ووئيل د نړيوال بانك د وسیله تعلیم پروګرام لپاره معاونت د ستائنې وړ دے۔ بی آئی اېس پی په بشپړه توګه غیر سیاسی پروګرام دے كوم چې د صوبائی حدودو او قیودو څخه هم آزاد دے۔ ده ووئيل د وسیله تعلیم پروګرام کامیابی ا?? دې كښې د پراختيا كولو په اړه د بی آئی اېس پی چیئرپرسن ماروی میم خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د پروګرام ترمخه ماشومانو كښې د تعلیم ودې له نور كار كولو ته هم اړتيا ده او مونږ له به وګړي د غريبۍ څخه ويستل وي چې و??سره به ټولنه پرمختګ وكړي۔ په دستوره شريك ښه تعلیمی کارکردګۍ څرګندونه كونكو ماشومانو او د هغوي مور او پلار له مباركي وركولو سره ده ووئيل دا پروګرام ستاسو د خذمت او مرستې لپاره دې دغسې چې ستاسو ماشومان معیاری تعلیم ترل??سه كړي۔ ده ووئيل هيله لرو چې ایوارډ ترل??سه كونكې ماشومان او د هغوي خويندې و??وڼه به هم تعلیم ترل??سه كړي۔ وزیراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې بايد كوم هم ماشوم د تعلیم څخه محروم پاتې نشي دغسې چې هېواد او ټولنه پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل زمونږ دين مونږ له د تعلیم ترل??سه كولو زور راكوي۔ د دې څخه وړاندې و??یراعظم شاهد خاقان عباسی د ټول هېواد په بيلا بېلو ضلعو، ښارونو او لرو پرتو سيمو سره تعلق لرونكو ماشومانو له ایوارډز وركړل كوم چې د وزیراعظم وسیله تعلیم پروګرام څخه استفادہ کوي۔ دستوره كښې د نړيوال بانك کنټری ډائریکټر، د بيلو هېوادونو سفیرانو ، د بی آئی اېس پی شراکت دارو پشمول د سول سوسائټۍ بيلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔