اسلام آباد 25 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چار وزير احسن اقبال وئيلي دي قرآن مجید يواځې الهامی کتاب نه دې بلکه په اسلام کښې زمونږ د ژوند لپاره ښه روډ میپ دې ، قرآنی تعلیماتو څخه لرې والې فکری انتشار، مذهبی او د مذهب څخه د بیزارۍ په شکل كښې د انتهاء خوښۍ په شان مسئلې راپيدا كوي، د کائنات خالق نبی کریمؐ له د قرآن په شکل كښې د علم معجزہ وركړې شوې، پاکس??ان براډ کاسټنګ کارپوریشن د صوت ??لق??آن چینل د قرآن آواز او ترجمه سامعینو ته رسولو سره ښھ فریضه ترسره كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ریډیو پاکس??ان زیډ اے بخاری آډی??ور??م كښې د صوت ??لق??آن چینل 20 كلنې سالګرې دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ د دستورې مشري په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق کوله۔ د كورنيو چارو وزير احسن اقبال ووئيل د صوت ??لق??آن چینل د سالګرې په دستوره كښې ګډون زما لپاره د وياړ خبره ده، پاکس??ان چې د كومې نظریې ترمخه جوړ شوې هغه دا ؤه چې مونږ د قرآن مجید په صورت كښې د ترلاسه شوې هدایاتو په رڼا كښې د خپل هېواد نظم او نسق وچلوو۔ده ووئيل څوك چې وائي قائداعظم د كوم سیکولر ریاست نقشته اېښودې هغه په غلطه دي، د اسلام آفاقی پیغام په رڼا كښې دا هېواد جوړ شوې خو د بده مرغه مونږ د سیاسی انتشار ښکار شوې يو او د پاکس??ان ریاست بيا بيا د سیاستمدارو څخه اخستې شوې او فکری انتشار رامخې ته شوې د كوم سره چې د مذهب په نامه انتهاء خوښي او د مذهب څخه د بیزارۍ په شکل كښې انتهاء خوښې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل كوم هم مشین چې وي د هغې آپریټس مینوئل وي، دغسې قرآن پاك زمونږ د ژوند لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل د بده مرغه مونږ قرآني تعلیمات هېر كړې او خالق چې كوم مقصد له مونږ پيدا كړې يو د هغې څخه مونږ سرغړونه كړې۔ ده سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق هڅې وستائلې څوك چې د صوت ??لق??آن بانی دے ۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د يو مسلمان پھ هيڅ مونږ له دا لازم ده چې د قرآن مجید د علم معجزې بنیادی پیغام باندې ځان پوهه كړو ٬ ده ووئيل څومره مذهبی لټریچر چې پاکس??ان او ټوله نړۍ كښې شائع كېږي د هغې نه مسلمانانو د هغې عظمت ترلاسه نه كړو۔ ده د پاکس??ان براډ کاسټنګ کارپوریشن د صورت ??لق??آن سروس يوه ښه ګام ګرځولو سره پھ سامعینو زور راړو چې دې څخه استفادہ وكړي ۔ دې څخه وړاندې د پاکس??ان براډ کاسټنګ کارپورېشن ډائریکټر جنرل شفقت جلیل د استقبالیې خطبه وړاندې كړه ۔ شفقت جلیل ووئيل نن مونږ د دې چینل 20مه سالګرہ لمانځو كومه چې زمونږ لپاره د وياړ خبره ده