کوئټ?? 14 ??ومبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د بلوچستان د اولس ??ماجي او اقتصادي پرمختګ د وفاقي حكومت ترجيح ده ۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ بلوچستان كښې په ګورنر هاٶس كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه د غونډې مشرۍ په مهال وكړې ۔ د وزيراعظم ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ، د بلوچستان وزیراعلیٰ سردار ثناء اﷲ زهري، د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ، د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه، د سدرن كمانډ کمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سلیم باجوہ، د اېف سي آئي جي ٬ د بلوچست??ن داخله وزير، چیف سېكتر ، د پوليس آئي جي او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ د بلوچست??ن دوهم چيف سېكتر (ترقي) د سي پېك منصوبو پشمول په پرمختيائي پروژو٬ ټيوب وېل په شمسي توان چلولو٬ په خاص اقتصادي زونز٬ د اوبو د انتظام د منصوبو او د تېلو او ګاز د لټون منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔(