اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي پاکستان د عراق د خپلواكۍ او سيمه ايز سالم??ت حمایت کوي ، پاکستان پ?? 25ستمبر 2017ء د عراق کردستان سيمه كښې په شوې ریفرنډم تشویش لري۔ د ګل په ورځ د میډیا د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل دغه ریفرنډم د عراق د آئین خلاف ورزی ده۔ دا كوم قانونی حیثیت نه لري۔ وياند ووئيل دې سره عراق او ټوله سيمه كښې امن ته خطر دې۔ پاکستان د نړيوالې ورورولۍ س??ه د دې ریفرنډم په مخالفت كښې د عراق او ګاونډي هېوادونو سره ولاړ دې۔ده ووئيل مونږ د عراق حکومت او اولس س??ه د بشپړه حمایت پخلې كوواومونږ عراق یا د سيمې كوم بل هېواد سيمه ايزې سلامتيا ته د زيان رسيدو په هڅو تشویش لرو