نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان ??با??ي سره په نيويارك كښې نوبل انعام يافته ملاله يوسف زئي ليدلي دي ۔د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سر?? د ??لاقات په مهال ملاله يوسف زئي وزيراعظم په پاكستان كښې د تعليم او په خاص توګ?? د ??ېرمنو تعليم ودې له د خپلو هڅو څخه خبر كړو۔دې هيله څرګنده كړه چې وزيراعظم شاهد خاقان ??با??ي به په پاكستان كښې تعليم لپاره په زړه پورې كار وكړي۔وزيراعظم شاهد خاقان ??با??ي په پاكستان كښې د تعليم او په خاص توګه د انجونو تعليم ودې ل?? د ??لاله يوسف زئي هڅې وستائېلې۔ده ووئيل تعليم ته و??ې ته حكومت پام لرنه كوي٬په تعليم كښې د سرمايه كارۍ نه غېر كومه هم سرمايه كاري ګټوره نه وي۔ده ووئيل تېرو څلورو كلونو په مهال د تعليم په څانګه كښې ښه والې د اوسني حكومت د ترجيحاتو ثبوت دے۔وزيراعظم ووئيل ما د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيرانو ته خط لېږلې چې د تعليم ودې او ښه والي له به په ګډه كار كولې شي۔وزيراعظم پنجاب كښې د تعليم په مېدان كښې په ښه كاركردګۍ د پنجاب حكومت ستائنه وكړه۔ده ووئيل صوبه كښې د تعليم ښې كاركردګۍ په نتيجه كښې په سكولونو كښې انرولمنټ زيات شوے دے