اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي وزيراعظم د مدرسو د نصاب نه بدلېدو باور راكړې دې او په مدرسو به كوم بندېز لګولې نه شي۔ ده د اتوار په ورځ پنج پیر صوابۍ كښې د مدرسه دارالقران غونډې ته خطاب كولو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د مدرسو په ا??ه كېدونكې پروپېګنډا بې بنسټه ده علماﺀ كرام او مشائخ بايد په دې باور نه ??وي۔ اسد قېصر ووئيل د خېبر پختونخوا په ډول پنجاب كښې به هم عقيده ختم نبوت او د قرآن پاك ترجمه نصاب كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل كه حاجت پېښ شو نو د علماﺀ كرامو او مشائخو مشاورت سره به د مدرسو په ا??ه ردوبدل كولې شي۔ اسد قیصر ووئيل چې عهدي عارضي څيز دے د اولس خذمت لپاره مقصدونه ترلاسه كول تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خ??ن وړاندې دا خبره كړې چې د مدرسو طالبعلمانو ته په ټولنه ??ښې بايد ج??ئز مقام وركړې شي۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو عمران خ??ن به ??پل دا عهد ترسره كړي۔ ده ووئيل لوئې څښتن دے ماته د اولس د خذمت توفيق راكړي دغسې چې د خدائی په وړاندې ??پل مخ روڼ كړې شم۔