اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د فاټا د انضمام عمل پايې ته رسول او قبائيلي سيمې په اسانيو كښې د هېواد نورو سيمو سره سمول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بل??يا??ي نظام زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم دا خبرې فاټا سره د تعلق لرونكو سناتورانو پلاوي سره كړې ??ي چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ د فاټا سناتورانو په پلاوي كښې سید شبلي فراز، هدایت اللہ، هلال الرحمان، اورنګزېب، تاج مح??د، سجاد حسېن، حاجی مومن خان او مرزا مح??د آپریدۍ شامل وو۔ د ملاقات په مهال د قبائيلي سيمو په مجموعي صورتحال ٬ د فاټا انضمام ٬ په انتظامي چارو او په نورو مسئلو خبرې وشوې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د فاټا د انضمام د عمل بش??ړت??ا او قبائيلي سيمو ته د نورو سيمو غوندې آسانۍ وركول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده۔ ده ووئيل چې قبائيلي سيمو كښې د بل??يا??ي نظام نفاذ سره به د اولس په صحيح معنو كښې اختيار مند جوړولو او د پرمختګ عمل باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بل??يا??ي نظام زر تر زره نافذ كولو لپاره هڅې كوي