اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) سېنېټ كښ?? د ټولو سياسي ګوندونو غړو په سوشل ميډيا د مقدس شخصايتو په ضد د سپكاوي مواد, خپرولو لاره نيولو لپاره د ګامونو پورته كولو غوښتنه كولو سره وئيلي دې حكومت دې په دې لړ كښ?? بشپړه غږ پورته ك??ي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سناتور بېرسټر محمد علی سېف لخوا د منظور شوي تحريك التواء چې تعلق ئې د نبي كريم ۖ په ضد د سپكاوي موادو پوسټ سره ٶ بحث وشو۔ د بحث په پېل كښ?? محرك ووئيل د رسول نبی کریمۖ د ذات په سوشل ميډيا په بېلا بېلو سائټونو توهين كېږي ٬ د پاكستان د حكومت ذمه واري ده چې د دې مخنيوي لپاره كوټلې ګامونه پورته كړې ۔ده ووئېل د اسلام آباد هائي کورټ جسټس شوکت صدیقي په دې لړ كښ?? احكامات جاري كړي خو په ھغې په بشپړه توګه عمل ونه كړې شو٬ دا زمونږ ذمه واري ده د سپكاوي د موادو مخنيوي وكړو۔ بايد د يو ??قدس شخصیت د سپكاوي اجازه ورنه كړې شي٬ ده ووئېل پي ټي اے اړونده اداره ده كومه چې په دې لړ كښ?? كار كولې شي خو اداره خپلې ذمه وارۍ نه ترسره كوي۔ ده ووئيل د نبی کریمؐ د احترام پحقله بايد هېڅ بې غوري ونه كړې شي او پي ټي اے دې خپل ذمه وارۍ ترسره ك??ي۔ ده ووئېل حضور نبی کریمۖ د نړۍ د ټولو نه مقدس شخصيت دے كومې ادارې چې د ګستاخانه موادو د لارې نيولو استعداد لري بايد كار وكړي ٬ ده ووئېل كه مونږ د ګستاخانه خاكو د محرك په ضد څه نه شو كولې يا كول نه غواړو نو بايد خپل هېواد كښ?? اقدامات وكړو۔ سناتور شبلي فراز د بېرسټر سېف تائید كولو سره ووئيل په دې حقله دې كمېټي جوړه كړې شي او ھغه دې خپل سفارشات وړاندې ك??ي۔ سناتور مشتاق احمد خان ووئيل د يو ارب 70 كروړه مسلمانانو باوجود مونږ د هالېنډ د يو ??س هېڅ نشو كولې څوك چې د توهین رسالت مرتكب دے٬ په عسکري، معاشي، تهذیبي محاذونو مسلمانان په نښه ك??ږي ٬ ده ووئېل د محمد ۖ شان څوك نشي كمولې ٬ خاكې جوړونكي به خاورې شي خو مو??ږ هم ذمه وار يو بايد خپلې ذمه وارۍ ترسره كړو۔ سناتورانو خوش بخش شجاعت او اعظم سواتي ووئيل د هولو كاسټ پحقله كه په نړۍ كښ?? قانون جوړېدې شي نو زمونږ د مقدس شخصياتو پحقله ولې نه شي جوړېدې۔ سناتورانو رحمان ملك ٬ نګهت مرزا٬ مولوی فیض محمد ٬ ډاکټر سکندر میندھرو ٬ عثمان کاکړ ٬ ساجد میر ٬امام الدین شوقین او د نورو سناتورانو د بحث نه پس سناتور محسن عزیز ووئيل مونږ سره د عمران خان په شكل كښ?? لارښود شته بايد ھغه اسلامي نړۍ يو ??وټې كولو لپاره ګامونه پورته ك??ي۔ سناتورې کینتھ ولیم ووئيل د پاکستان غېر مسلمه هم په دې حقله د خپلو مسلمانانو وروڼو سره