لاهور۔19 اګست(اے پی پی) د پنجاب اسمبلۍ غونډه كښې حكومتي او دمخالفې ډلو غړو په يوه خل?? د ??وهين رسالت د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړو۔ د غندنې دا قرارداد حكومتي غړي عمارياسر ٬ مياں شفیع محمد او د مخالفې ډلې غړې كنول پروېز وړاندې كړو۔ قرارداد كښې ووئيلې ??و چې د دې ايوان رائې دا ده چې د حضرت محمد (ص) په حرمت او ناموس مونږ ټول مسلمانان هر وخت ځان قربانولو ته تيار يو۔ لوئې څښتن هغ?? د ??واړو جهانونو لپاره رحمت جوړ كړې رالېږلې۔ د عقيده ختم نبوت او ناموس رسالت حفاظت زمونږ مسلمانانو ذمه واري ده۔ د كفر نړۍ اسلام او مسلمانانو څخه ويرېږي ځك?? د ??سول كريم (ص) په شان كښې ګستاخي كولې شي۔ څو ورځې وړاندې د هالېنډ ملعون سياستمدار ګیرټوائل??رز د شېطاني منصوبې ترمخه د نبي كريم (ص) په ضد د ګستاخۍ موادو نندارتون اعلان كړی۔ دې ناوړه حركت سره د مسلمان زړه ازار شوې۔ دا حركت يو نړيوال ساز?? دے۔ د پاكستاني اولس ترجماني كولو سر?? د ??وبائي اسمبلۍ دا ايوان د هالېنډ ملعون ګ??رټ وائل??رز او هالېنډ حكومت په سختو ټكو كښې غندنه كوي او وفاقي حكومت څخه غوښتنه كوي چې ټولو اسلامي هېوادونو سره تماس ونيسي او په ګډه هالېنډ سره سفارتي اړيكې ختمې كړي او د هالېنډ حكومت مجبور كړي چې هغ?? د ??غه ملعون په ضد د نړيوال امن دمنځھ وړلو كېس جوړولو سره سزا وركړي۔