بلاوایو۔ 22 جولائی(اے پی پی) د پاكستانۍ كركټ لوبډلې نامتو اوپننګ بېټسمېن فخر زمان د ون ډے انټرنېشنل كركټ په تاريخ كښې يو شمېر نړيوال ري??ار??ز په خپل نوم كړي۔ ده تر ټولو زيات تندۍ سره 1000 رنزونه جوړولو سره نوې تاريخ جوړ كړې۔ دا سنګ ميل ده د 18 مېچونو په 18 اننګز كښې د 3 سنچرو او 6 نيمو سنچرو په مرسته ترسره كړې?? دې څخه وړاندې دا ري??ار?? د ویون رچرډز، کیون پیټرسن، جوناتھن ټراؤټ، کوئنټن ډی کوک او بابراعظم وو?? دې 5 لوبغاړو په 21 اننګز كښې 1000 رنزونه جوړ كړې وو?? فخر زمان 1000 رنزونه د زمبابوے په ضد د سيريز په 5 م او آخري مېچ كښې د 85 رنز د زړه پوري اننګز كولو په مهال مكمل كړل?? دې سره سره فخر زمان په سيريز كښې 515 رنز جوړولو سره نوې نړيوال ري??ار?? هم جوړ كړو۔ ده د زمبابوے هملټن مسکډزا د زياتو رنزونو 9 كاله پخوانې ري??ار?? مات كړو۔ مسکډزا 2009ء كښې د كېنيا په ضد د 5 مېچونو په سېريز كښې 467 رنز جوړ كړې وو?? دغسې ده د هندي بېټسمېن روهت شرما ري??ار?? هم مات كړو چا چې په كال 2013 كښې د آسټرېليا په ضد د 6 مېچونو په سېريز كښې 491 رنز جوړ كړې وو?? دې سره فخر زمان په سيريز كښې د زياتو رنزونو جوړونكو په فهرست كښې دوهم ل??بر ته رسېدلې۔ په اولني ل??بر ويرات كوهلي دې چا چې 558 رنز جوړ كړې دي۔