اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) وفاقي حكومت د قبائيلي سيمو عارضي كډوالو ته د كورونو د معاوضې په مد كښې 12 اربه 2 كروړه 77 لكه ر??پې وركړې دي او په دې لړ كښې په شوې سروے كښې د 76 زره ځپل شويو كورونو تصديق شوے۔ د جمعې په ورځ د فاټا د بيارغونې او بحالې پروګرام منېجر شكيل انجم اے پي پي ته ووئيل چ?? د ??فاقي حكومت لخوا د فاټا عارضي كډوالو ته په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپل شويو كورونو د معاوضې وركولو لړې روانه ده او تراوسه د 37 زره تباه شويو كورونو معاوضه وركړې شوې۔ د سروے ډلو تر اوسه د 76 زره ځپليو كورونو تصديق كړے۔ شكيل انجم ووئيل چ?? د 39 زره كورونو د معاوضې ادا كولو لړې به هم ډېره زر پېل شي۔ ده ووئيل چې په مكمل توګه د تباه شوي كور معاوضه څلور لكه رو??ې او په جزوي توګه د ځپل شوي كور معاوضه يو لك شپېته زره ر??پې وركولې شي۔