اسلام آباد 08 نومبر(اے پي پي) پاکستان او د اروپائي ائتلاف ??رم??نځه د سياسي خبرو اترو څلورمه غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې د پاكستان پلاوي نمائندګي خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او د اروپا اېكسټرنل اېكشن سروسز دوهم عمومي سېكتر جېن كرسټوف بلېرډ د اروپائي ائتلاف نمائندګي وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې جي اېس پي پلس سكيم لپاره د پاكستان د مرستې او د جمهوري استحكام ٬ توان ٬ تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د اروپائي مرستې ستائنه وكړه۔ په دې موقع پلاوي سره د پاكستان نه په قانوني توګه كډه كوٶنكو وګړو لپاره د مرستې او د ويزو آسانيو په معامله هم خبرې وشوې او د پاكستان او اروپائي ائتلاف ??رم??نځه د اوسنيو اړيكو او مرستې له د لا ودې وركولو لپاره په طريقو غور وشو۔ د اروپائي ائتلاف پلاوي ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو ٬ د افغان مصالحتي عمل ٬ د سارك?? اېكو او مېنځنۍ آ??يا سره د روابطو نه علاوه د پاك هند اړيكو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ پلاوي امن او امنيت كښې د پاكستان د كام??اب??و او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او په غېر قانوني توګه د ماېئګرېشن په مخنيوي كښې د پاكستان كردار تسيلم كړو