اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد ??ېصر د مسلم ليګ ن لخوا د ايوان په كارروائې كښې په برخه نه ترلاسه كېدو د احسن اقبال چېنلج قبلولو سره وئيلي دي چې تل مو د مېرټ خيال ساتلے او ټولو ګوندونو ته مو يو ډول موقعې وركړې دي. د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د مسلم ليګ ن غړي احسن اقبال د اعتراض په نكته ووئيل چې زمونږ ګوند د اپوزيشن تر ټولو لوي ګوند دے، زمونږ ګوند ته د خبرو موقع نه وركول كېږي. په دې سپيكر ووئيل چې د مسلم ليګ ن چېل??ج قبلوم. قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ته راشي او وګ??رئ. تل مې د مېرټ خيال ساتلے.