اسلام آباد 29 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي افغانستان كښې امن او استحکام پاکستان لپاره ضروري دے، افغانستان كښې د ا??ن تعلق د ’’اېس سی او‘‘ریاستونو سره تعلق لري ،نړيواله ورورولي دې په ټولو ډلو زور راوړي چې تشدد كښې كمے راولي او جنګ بندۍ ته صلاح شي، افغانستان كښې د پاکستان كوم خاص فیورټ نشته،مونږ د نړيوالو خبرو اترو د نتيجو احترام كوو، امن ع??ل به ?? شرخوښو څخه محفوظول وي، افغانستان كښې امن سره به ??يمه كښې امن راشي۔ده د جمعې په ورځ اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټی ټيوټ (آئی۔پی۔آر۔آئی) او انسټی ټیوټ فار سټرټیجك اینډ ریجنل سټډیز (آئی۔ایس۔آر۔ایس) ازبکستان ” د ا??غان امن ع??ل او ??نګ??ائی كواپرېشن تنظیم“ په سرخط ویبنار ته خطاب کولو۔ خارجه وزير ووئيل د تيرو څو لسيزو راهسې افغانستان په نړيواله ايجنډا موجود دے او افغان امن ع??ل نن په سم ډول د نړيوالې ورورولۍ د پام لرنې مرکز جوړ شوے۔د ا??غانستان په ګاونډ كښې پاکستان په خاص توګه د دې شخړې ناوړه اثراتو څخه زيا?? ځ??لے شوے۔خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې امن او استحکام پاکستان لپاره ضروري دے، افغانستان يواځې ګاونډي نه بلكه مونږ شريك تاريخ ، عقیده، كلتور او د وينې خپلولي لرو۔ پاکستان ع??ر له وئيلي دي د ا??غان شخړې كوم پوځي حل نشته۔ شخړه د دواړه ډلو ترمينځه د خبرو اترو د لارې حل كول زمونږ د موقف تائيد دے۔ پاکستان د ا??ن ع??ل په كوټلي ډول حمایت کړې او دا عمل يو منزل ته رسولو له مونږ كثبت هڅې كړي۔ده ووئيل پاکستان ع??ر له په افغان قیادت زور راوړے چې افغانستان او سيمه كښې امن راوستلو له د تاریخی موقعې څخه بشپړه ګټه پورته كړي۔مونږ د ټولو ډلو لپاره دا پیغام لرو چې افغانستان كښې د پاکستان کوم خاص فیورټ نشته، مونږ د ا??غانانو ترمينځه د خبرو اترو احترام کوو او دې سره سره به ?? امن ع??ل دننه يا بهر څخه خرابونكو عناصرو څخه محفوظول وي۔ده ووئېل مونږ يو داسې افغانستان ليدل غواړو كوم چې امناك ٬ مستحکم او خپلواكه وي۔ خارجه وزير ووئيل په دوه اړخيزه توګه پاکستان افغانستان سره خپلې رابطې قوي كړي، تجارت، ټرانزټ او معاشی رابطې قوي كړې شوي۔ په 19 نومبر2020 د وزیراعظم عمران خان د کابل دورہ کړې او دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو ، د ا??ن ع??ل مرستې او د شخړې ختمولو نه پس ئې افغانستان كښې د تعمیر نو او بحالۍ له د پاکستان د پالیسۍ د عزم پخلے كړے۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې د ا??ن په نتيجه كښې به’کاسا ۔1000‘ او ’تاپی ‘ (ټی۔اے۔پی۔آئی) ګاز پائپ لائن غوندې د توان پخوانۍ پروژو بشپړولو له مرسته شي۔ده ووئيل شريك تاريخ او كلتور سره سره مونږ به ?? دې جوګه شو چې په اولسي كچه به ??ابطو ته وده وركولو سره د هغې حقیقی صلاحیت استعمال كړے شوو او كومو سره به چې د سيمې ټولو هېوادونو ته ګټه ورسي او سيمه به په معاشی توګه نه يواځې يو موټے شي بلكه د همغږۍ محور او مرکز به ??ي۔ دغسې د ا??غانستان لپاره به نوي معاشی امکانات هم راپيدا شي او يو داسې سازګاره فضا به ??وړه شي چې پكښې به ګڼ افغان كډوال په عزت او وقار سره خپلو كورونو ته ستانه شي۔خارجه وزير د 5 نکاتی ایجنډې تجویز وړاندې كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړولو چې تشدد كمولو باندې اتفاق پكار دے، بايد خبري اتري كونكې ډلې پخلا كړې شي چې سیاسی حل پلو پیش قدمی روانه وساتي او د شخړې نه پس افغانستان كښې تعمیر او معاشی پرمختګ لپاره تګلاره جوړه كړي چې پكښې نظام الاوقات تعینولو سره د ا??غان كډوالو ستنديل شامل وي۔د ??نګ??ائی كواپرېشن تنظیم په اړه خارجه وزير ووئيل ’اېس۔سی۔او ‘ او د دې غړي كوم چې د ا??غانستان ګاونډيان دي او د سيمې هېوادونه دي دا ورله ،يو مهم پلیټ فارم دے ۔ ’اېس۔سی۔او‘ كښې دننه خوشحالۍ له افغانستان ته مرکزی حیثیت ترلاسه دے۔افغانستان كښې د ا??ن او استحکام تعلق ’ایس۔سی۔او‘ ریاستونو سره تعلق لري او څلور’’اېس سی او‘‘ هېوادونو سره پولې شريكې لري۔ده ووئيل په دې خوشحاله يم چې’اېس۔سی۔او‘ ماسکو اعلامیه 2020 كښې د سیاسی خبرو اترو او د اجتماعیت لرونكې امن ع??ل اهمیت رامخې ته شوے۔ده ووئيل پاکستان د ??نګ??ائی مرستې تنظیم (ایس سی او) سره په ګډه د كار كولو خوښي لرو او په دې خبرو صلاح يو چې د افغانانو ترمينځه د خبرو اترو مرسته وكړې شي دغسې چې ټولو افغانانو له د منلو وړ خبرو اترو لپاره لارې لاره سمه شي او افغانستان كښې د شخړې ختميدو نه پس افغانستان او د ’اېس۔سی۔او‘ غړو ترمينځه معاشی مرسته پيل شي۔خارجه وزير د دې خبرې پخلے وكړو چې افغانستان كښې امن د ټولې سيمې ضرورت دے او دا زمونږ شريكه ذمه واري هم ده ۔