اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئېلي دي په بېلو ادارو كښې د ضرورت نه د زياتو ملازمانو سرپلس فول ته د لېږلو جاج اخستلے كېږي٬ د چا معاشي قتل به نه كېږي٬د اصلاحاتو عمل د ادارو بهترۍ له ضروري دے۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال ډاكټر بابر اعوان د سېنېټر بهرمند تنګي د پوښتنې په ځوا?? كښې ووئيل د چا معاشي قتل به نه كېږي۔د كابينې كمېټي جوړه شوې كومې چې سفارشات وركړي او مونږ دغه سفارشات عام كړي۔د قانون وزارت د ځينو سفارشاتو د قانوني اړخونو جاج اخ??ي٬څوك د ملازمت نه اخ??ا شوي نه دي۔??غه ووئيل كوم پوسټونه چې د ضرورت نه زيات دي يا د يو په ځاے دوه كسان بهرتي كړی شوي د هغې په اړه د وړاندېزونو جاج اخستلے شي۔د سېنېټر بهرمند تنګي د يوې پوښتنې په ځوا?? كښې ??غه ووئيل د سروس سټريكچر يوه خپله تګلاره وي٬ښكته ګرېډس ته رعايت ترلاسه كېږي٬د سروس رولز له مخې چارې ترسره كولې شي۔