اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د خزانې وزارت وياند وئيلي دي په اوسني حكومت كښې په قرض كښې اضافه د پخو??ني حكومت د غلطو اقتصادي پالېسو نتيجه ده ، د اوسني حكومت لخوا په پائيدار?? بنيادونو د پالېسې په نتيجه كښې به په راتلونكو پنځو كلونو كښې د جي ډي پي په تناسب سره د قرض شرح كښې كمې راشي. د خزانې وزارت لخوا په جاري بيان كښې د خزانې وزارت وياند ووئيل د پخو??ني حكومت ??ه خاص توګه د قدر څخه زيات اېكسچېج رېټ او د حد نه زيات د قرض اخستو ناقص اقتصادي پالېسې سمولو لپاره اوسني حكومت د سركاري قرض په پالېسې كښې بدلون كړے. وياند ووئيل پخو??ني حكومت د مناسب كېش بفرز په ځاے ساتلو نه غېر او د سټېټ بېنك څخه د قرض په اخستو د انحصار د لارې د لږې م??دې د قرض پاليسي خپله كړې وه او د دغې په نتيجه كښې په پخوانو قرضونو زيات سود وركول وو. اوسني حكومت د تېرو حكومتونو په قرضونو د سود په مد كښې 5.7 ټرېلين ﴿47 فيصده زياتې﴾ وركړې دي