اسلام آباد 17 د??مب?? (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبېد ابراهيم د زيارت په ورځ په دبئي كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه ا??خيزه ا??يكو او بېلا بېلو څانګو كښې د دوه ا??خيزه مرستې په زياتو??و خبرې شوي. د امارات سفير متحده عرب امارات ته په راتګ د خارجه وزير هركلے وكړو. خارجه وزير ووئيل متحده عرب امارات تل پاكستانو وروڼو سره د خاص مينې څرګندونه كړې. په پاكستان كښې د روغتونو په جوړولو او نورو پرمختيائي چارو كښې په مرست?? كولو د متحده عرب امارات منن?? كوو. ده ووئيل دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورولې اړيكې لري كومې چې زمونږ تاريخي، كلتوري، ادبي، معاشي او اقتصادي اړيكو لا قوي كړي. شاه محمود قريشي ووئيل زه باور لرم چې په سباٶن كښې به د پاكستان او امارات اړيكې لا قوي شي. په پاكستان كښې د امارات سفير حماد عبېد ابراهيم د خارجه وزير منن?? كولو سره د دواړو هېوادونو اړيكې قوي كولو لپاره د بشپړه هڅو كولو باور وركړو. په دې موقع په دوبئي كښې د پاكستان قونصل جنرل احمد امجد علي هم م??جود ؤ