اسلام آباد۔7 دسمبر(اے پی پی):صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د كورونا اولنۍ چپ?? په مهال چې د كوم ډسپلن څرګندونه وكړې شوه په م??جوده صورتحال كښې به هم ددغې جذبې له مخ?? په اېس او پيز عملدرآمد كول وي۔ د كورونا وباﺀ باوجود د هېواد معاشي اشاري?? په مثبت لوري روانې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه صدر د ګل په ورځ ايوان صدر كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ صدر ووئيل هېواد دا مهال يو شېمر چېلنجونو سره مخ دے په قومي خزانه د بوج اچولو په ځائې مو د سي اېس آر تر سېوري لاندې خرڅونو ته پام ګرځولے دے۔ د برېښنا نظام شمسي توان ته اړولو له ګامونه پورته كولې شي۔ هغه ووئيل ??نګلي حيات خطرو سره مخ دے۔ هغه ووئيل ټول نړۍ نن كورونا سره مخ ده۔ په دې كښې دنيادارو لپاره د لوئے څښتن نښې دي۔ مونږ له به نورو سره د خواخوږۍ او اخلاقو رويه لرل وي۔ هغه ووئيل ?? كورونا په م??ال مخير حضراتو د بې وزليو مرسته وكړه او څوك ئې وږې پرې نه ښودلو۔ حكومت د احساس پروګرام د لارې د بې وزليو خيال وساتلو۔ مونږ جوماتونو كښې عبادت هم وكړو ٬ معافي مو هم وغوښتله او د بې وزليو مرسته م?? هم وكړه۔ د لوئے څښتن په فضل مونږ د كورونا په اولنۍ چپه قابو وموندلو۔ د پاكستان په شمول ګرده نړۍ اوس هم د كورونا دويمې چپې سره مخ ده۔ کورونا وبا نه بچ كېدو لپاره درې احتياطه لازمي دي۔ ماسك اچول ٬ لاسونه و ينځل او سماجي فاصله خپلول دي۔ صدر ووئيل ?? نړۍ په م??ابله كښې پاكستان كښی په اېس او پيز زيات عملدرآمد شوے دے۔ هغه هيله ولرله چې قوم بدلېږي او په ډسپلن عمل كولو سره د بدلون په لاره روان دے۔ هغه ووئيل ?? کووډ۔19 په مهال په بېلو څانګو ښې د اربون?? ډالرو سرمايه كاري شوې ده۔ د دولت د وېش حوالې سره د اسلامي اقدار نه سول بل كوم منطق نه چلېږي۔ صدر ووئيل نن چې څومره كېسونه رامخې ته شوي دي دا كېفيت جون كښې وو۔ مونږ له به دعا كول وي او توبه ويستل وي۔ هغه ووئيل په كوم?? هېوادونو كښې چې استحصال كېږي هغه پرمختګ نه كوي او چرته چې احساس كښې خلق ځان سره شاملولې شي هغه پرمختګ كوي۔ هغه كاروباري سماجي ذمه واري ننې نه بلكې 14 سوه كاله پخوانے سوچ دے چې مثالونه ئې اسلامي تاريخ كښې موندلې شي۔