ګلګت 24 نومبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرعلي امين ګنډاپور وئيلي دي د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د عمران خان په قيادت د باور څرګن??ون?? سره پاکستان تحريك انصاف له په دريو كښې د دوه په اكثريت كاميابۍ د ځائي اولس مننه كوٶ۔ د نهې په ورځ ګورنر سېكټرېټ ګلګت كښې خبري كنفرنس ته ده ووئيل د سخت موسم باوجود اولس ووټ كاسټ كړے او تحريك انصاف له ئې مېنډېټ وركړے ٬ په دغې هغوي د پېرزوئنو وړاندې ك??لو مستحق دي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس وار په وار راتلونكي رد كړي او په عمران خان ئې باور كړے، د ګلګت بلتستان د محرومۍ ازاله د پي ټي آئي وړومبنۍ ترجيح او ذمه واري ده۔ ده ووئيل په پاكو٬ سپېځلو٬ بې پرې او په سوله ايزو انتخاباتو ك??لو د ګلګت بلتستان الېكشن كمشنر ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم