اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اسلام آباد په شكرپړيا كښې په جاري كلتوري لوك مېله كښې د پنجاب د كلتوري پوېلين ګډون كړې ٬ په مېله كښې د شوق لرونكو ګڼه ورځ په ورځ زياتېږي او ماښام يخني زياتېدو باوجود په لويه شمېره خلق لوك مېلې ته راځي چې پكښې مېرمنې او ماشومان زيات وي٬ يو خوا د ورځې مېله ګراونډ كښې سيمه ايز ډانس ګروپ دمې دمې سره ګډا وړاندې كوي٬ بلخوا د صوبو پوهه هنر??ند??ن د خلقو د توجه مركز ??وړ شوي دي۔ پنجاب د پنځو دريابونو خاوره چې كلتور ئې ډېر زړه راښكونكې دې او ښكلا سره سره د پېړو پخوانې هم دے په دا سبب په لوك مېله كښې د پنجاب پوېلين شمېره د مېلي په ځانګړې پوېلينز كښې كېږي په دې كښې د پنجاب كلتور ټول رناګونه او د هر ډول دستكارۍ نمونې په نندارتون كښې اېښې شوې دي د كومو چې ټول هنر??ند??ن نېغه په نېغه عملي مظاهره هم كوي په چاك د خاورو لوخي جوړول وي يا په دېسي كهډۍ كهېسونه يا درد جوړول وي ، ګوټا کناري يا د ټانکې لګولو هنر يا بيا د لرګي ٬ ك??ڼې ٬ د هاتي د غاښ٬ مېټل يا په كپړا د كشيده كارۍ كار يو يا بيا د ټهپه سازۍ هنر، د ټولو څانګو پوهانو دستكار په پنجاب پوېلين كښې موجود دي او د خپلو خپلو فن پارو د جوړولو په سبب د خلقو د توجه مركزي ??وړ دي۔ د پنجاب پويلين كښې دستکارو لپاره 50 سټالو ??وړ كړې شي چې چې پكښې نزدې سل هنر??ند??ن خپل كار كښې مصروف دي٬ د دې نه علاوه په لوك مېله كښې د پنجاب سيمه ايز روايتي خوراكونه چې پكښې د جورارو (سوكړك) ډوډۍ٬ ساګ ٬ كچه او لسي وغېره شامل دي هم لګېدلې دي۔ لوك مېله كښې د پنجاب ګډا لپاره هنر ??ند??ن موجود دي٬ د لوك مېله روايت له مخې د ټولو صوبو هنر ??ند??ن په نمبر نمبر په اوپن ايئر كښې د ګرېنډ ميوزيكل نائټ اهتمام هم كوي۔ په دولسم نومبر به د سندھ هنر ??ند??ن ميوزيكل نائټ اوپن ايئر كښې اته بجې د خپل فن څرګندونه كوي۔ لوك مېله كښې ګډون كوٶنكو كسانو لپاره په اېس او پيز عمل كول لازمي ګرځولې شوې او د ماسك نه غېر په مېله كښې داخله ممنوع ګرځولې شوې ده۔ د يادونې وړ ده چې لوكه مېله به تر 15م نومبر د سهار لس بجو نه تر شپې لس بجو جاري وي