اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان مضبوطول زما ذمه واري ده٬ د مخالفې ډلې تحريك څخه هېچا ته خطر نه شته٬ نواز شريف دې په قامي ادارو تنقيد نه كوي بلكې هېواد ته دې راستون شي او د خپلو مقدمو پېروي دې وكړي٬ حك??مت د كرونا مخنيوي لپاره ښه لائحه خپله كړې٬ د كراچۍ پېكج سره به صورتحال ښه شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره خپله خاص مركه كړې ۔ ده ووئيل په جمهوريت كښې تحريكونه چلېږي چې ورته ميډيا هم هوا وركوي۔ ده ووئيل زه پوخ باور لرم موجوده حك??مت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې د مشرانو په ادارو تنقيد كول د افسوس وړ خبره ده بايد مونږ د خپلو ادارو تحفظ وكړو۔ صدر ووئيل حك??مت او مخالفه ډله دې د هېواد بهترۍ لپاره د يو بل سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان حقيقي مسئلې كرپشن حل كولو لپاره هڅې روانې دي٬ احتساب كېږي٬ عدليه د كرپشن مقابله كوي۔ ده ووئيل زه د حكومتي كاركردګۍ نه زيات مطمئن يم۔ صدر ووئيل حك??مت د كرونا وباء مخنيوي لپاره چې كومې هڅې كړې ھغه د ستائنې وړ دي ۔ده ووئيل زه په قامي مسائلو ټول يو كول غواړم٬د مخالفې ډلې تور سم نه دے چې حك??مت په آرډيننسز چلېږي٬ده ووئيل نواز شريف بهر ناست دے او د ادارو بدنامولو هڅې كوي۔په هېواد كښې چې څوك اړې ګړې راپېدا كوي زه د هغوي خلاف يم٬ټولې ادارې يو موټې دي او د كرپشن خلاف دي۔ده ووئيل په مالياتي جرائمو كښې كه د چا اثاثې د آمدن نه زياتې وي نو هغه له ځواب وركول غواړي او په اسلام كښې هم د آمدن نه د زياتو اثاثو ځواب وركول شته۔ده ووئيل عدليې ته سلام كوم كومه چې د كرپشن مقابله كوي۔ده ووئيل حك??مت د قانون سازۍ لپاره د سېنېټ اليكشن ته انتظار كوي٬د پاكستان مېډيكل اينډ ډينټل ايكټ جوړ شوے هيله ده دې سره به بهتري راشي۔ده ووئيل د كورونا مقابلې له مېډيا٬علماﺀ او د اولس مرسته د ستائنې ده۔ده ووئيل پيمرا د نواز شريف او اشتهاري ملزمانو پھ وېنا ګانو نشر كولو چې كوم بندېز لګولے زه پھ دې حقله د حك??مت ملګرے يم۔د هېواد ادارو ته د زيان رسولو هڅه كوونكو به مخ نيوې كول وي۔صدر ووئيل نواز شريف دې عدليې سره كړې وعدې ترسره كړي څوك چې د پليټ ليټس د كمي په سوب بهر تللے او اوس د هغه صحت ښه دے چاله چې هېواد ته بېرته راتلل او د خپلو كيسونو پيروي پكار ده۔ده ووئيل د دښمن د هېواد په ضد سازشونه كوي ٬ بهر هېواد كښې د اېم كيو اېم د باني په اشارو هېواد كښې قتل و غارت شوے او كله چې دا ??عا??له بر??ان??ې سره پورته كړې شوه نو د بر??ان??ې حك??مت ووئيل مونږ د ??عا??لې څارنه كوٶ٬ د اېم كيو اېم د باني په ??عا??له د بر??ان??ې حك??مت تاخير كړے۔ ده ووئيل د حكومتونو ترمېنځه د داسې چارو مخنيوي لپاره مرسته پكار ده۔ صدر ووئيل د نواز شريف په خبرو د هېواد دښمنان خوشحاله شوي۔ ده ووئيل حك??مت د نواز شريف بېرته راوستلو لپاره هڅې كوي او په دې لړ كښې د هېوادونو ترمېنځه د ملزمانو د حواله كولو لوظنامه هم شته۔ ده ووئيل د كراچۍ پېكج سره به صورتحال ښه شي۔ ده ووئيل د سندھ مسائل د وفاق او سندھ حك??مت ترمېنځه په مرسته كولو حل كېدې شي۔ ده ووئيل ما په 11 ستمبر د قائد په مزار د سندھ ګورنر او اعلٰې وزير ته وئيلي وٶ چې خپل مېنځ كښې د مرستې ماحول وساتې ۔ ده ووئيل كراچۍ لپاره 1100 اربه روپو پېكج سره به د اوبو ٬ سركلر رېلوے او د س??ور??ج عوندې بنيادي مسائل حل كولو له مرسته تر لاسه شي۔د ګلګت بلتستان پحقله صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل ګلګت بلتستان د سياسي هنګامي نظر كول نه دي پكار او دا ??عا??له زر حل كېدل پكار ده۔ ده ووئيل د فېټف په ??عا??له هند د پاكستان بلېك لسټ كولو هڅې كړې خو ناكامۍ سره مخ شوے