اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاکستان به افغانستان كښې د دائمې امن هلو ځلو ملات?? روان ساتي٬ د افغان مسئلې حل د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔ د سېنېټ چيئرمېن دا خبرې د افغانستان ملي روغې جوړې لپاره د كونسل چيئرمېن ډاکټر عبداﷲ عبداﷲ سره په ملاقات كښې كړې۔ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ پارلماني رابطو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د سېنېټ چيئرمېن په دې موقع ووئيل افغانستان كښې د امن اثرات په پاکستان پريوځي او پاکستان افغانستان كښې د افغانانو به مشرۍ كښې د امن عمل ملاتړ كوي۔ ده ووئيل پاکستان منطقه كښې د امن ودې لپاره د هلو ځلو ملاتړ دوامداهر ساتلے ځكه چې امن ا?? سلامتيا د منطقې د پرمختګ ضامن ده ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د ور??رولۍ او شريك احترام په خپلولې تړلې شوي او د اقتصادي او سياسي رابطو د لارې دا لا كوټلې كېدې شي٬ افغانستان پاکستان لپاره مهم هېواد دے۔ ده ووئيل په پارلماني كچه د دوه اړخيزه اړيكو پراخه موقعې شته ٬ د پاكستان د سېنېټ او د افغان مشرانو جرګې تر??ېنَځه اداره جاتي مرسته ته وده ور??ولو ته اړتيا ده۔ ده د دواړو هېوادونو تر??ېنځه تجارتي هلو ځلو ته په وده ور??ولو ز??ر رواړلو سره ووئيل دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكې او روابط به د اړېكو لا مستحكمولو لپاره مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د منطقې په حالاتو د پوهېدو تر مخه به امن سلامتيا او پرمختګ لپاره په ګډه كار كول وي٬ پاكستان د تر??ګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ ور??ړي٬ تر??ګري شريك چېلنج دے او د دې په به په ګډه مقابله كول وي۔ ده ووئيل په اولسي كچه د رابطو استحكام او د پارلماني سفارتكارۍ د لارې د مسائلو حل ضروري دے او د پارلماني پلاويو د تبادلو ز??اتولو د لارې دا مقاصد تر??اسه كېدې شي۔ د دې نه وړاندې كله چې افغان مېلمه پارلمان ته راورسېد نو د مېلمستياﺀ سېنېټر مرزا محمد آپريدي او د سېنېټ چارواكو د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع افغان مشر د مېلمنو په كتاب كښې تاثرات قلم بند كړل۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د مېلمنو په درناوي كښې د مېلمستيا هم ور??ړه چې پكښې پارلماني مشرانو٬ وفاقي وزيرانو او غړو ګډون