كراچي05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كراچۍ ستونزې په مستقل توګه حل كولو لپاره د 1100 اربه روپو د تار??خي پیكج اعلان كړی۔دا پیكج وفاقي او صوبائي حكومت په ګډه تيار كړی٬د كراچۍ م??ئل?? حل لپاره د صوبائي كوآرډينېشن عملدرآمد ك??ېټي تشكيل كړی شوې۔د خالي په ورځ د كراچۍ دورې په موقع د كراچۍ كمېټۍ د غونډې نه پس د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه سره يوځاې وزيراعظم عمران خان مېډيا سره په خبرو كښې د دې تار??خي پیكج اعلان وكړو ده ووئيل چې د كراچۍ ستونزې حل كولو لپاره پھ غونډه كښې تفصيلي خبرې شوې دي۔ده ووئيل چې مونږ به هڅه كوو چې په دريو كلونو كښې په كراچۍ كښې د اوبو م??ئل?? په مستقل توګه حل شي۔د نالو د صفائۍ كار اېن ډي اېم اے ته سپارلې شوې او په دې يې كار هم پیل كړی۔دلته به آباد غريب خلك بې كوره شي او د بېرته آبادولو ذمه وارۍ يې د سندھ حكومت ده۔وزيراعظم ووئيل چې د سيورېج سسټم په اړه هم پريكړه شوې٬په دې پیكج كښې به دا م??ئل?? هم په ??كم?? توګه حل كولې شي۔د دې نه علاوه د سالټ ويسټ م??ئل?? به هم د دې پیكج له مخې حل كولې شي۔وزيراعظم ووئيل چې په كراچۍ كښې به د ټرانسپورټ م??ئل?? حل كولو لپاره د سركلر رېلوے پروژه هم د دې پیكج له مخې ترسره كولې شي۔په كراچۍ كښې به او ګرين لائن پروژې هم ترسره كوو۔وزيراعظم ووئيل چې د كراچۍ خلك د سختو حالاتو نه تېر شوي خو دا مسئلې به د دې كمېټۍ پھ مرس??ه حل كوو۔وزيراعظم ووئيل چې د كراچۍ په ستونزو كښې يوه ستونزه دا هم وه چې په بېلا بېلو سيمو كښې د بېلا بېلو ادارو يا محكمو حدود وو او پھ دې وجه عملدرآمد مشكل وو٬اوس په پي سي آِئي سي كښې ټولې ډلې يو ځاې ته راغلې دي۔پھ دې كښې وفاقي او صوبائي حكومتونه او پاك پوځ شامل دې۔وزيراعظم ووئيل چې د دې اصل كار په پروژو د عملدرآمد دې هيله ده چې د كراچۍ خلك د ك??م سخت وخت نه تېر شوي٬اوس به د دې څخه نجات ترلاسه كړي۔په كراچۍ كښې د سېلا په نتيجه كښې هم ډېر خلك ځپلې شوي دي٬د دوي څنګه مرسته وكړی شي۔په دې هم كار روان دې۔په بلوچستان كښې هم د بارانونو په نتيجه كښې زيان شوې۔د دوي مرستې لپاره وزيراعلٰی جام كمال سره خبره شوې۔په خېبرپښتونخوا كښې په سوات او چترال كښې خلك د سېلاب په نتيجه كښې ځپلې شوي۔وزيراعظم ووئيل چې سږ كال د ك??رونا پشمول بېلا بېلو كشالو سره مخ شوي يو٬دا لويې امتحان وو٬په كوم ډول چې مونږ د ك??رونا او د ملخانو نه وتلې يو داغسې به د بارانونو او سېلاب نه هم كامياب ووځو٬زمونږ په ګاونډي هېواد هند كښې د ك??رونا كيسونه زياتېږي٬معيشت يې پريوتې٬مونږ چې پھ كوم ډول د ك??رونا نه وتلي يو شاهد چې داسې كوم هېواد ووځي٬دا په ??كم?? توګه د مربوط هڅو نتيجه وه۔وزيراعظم ووئيل چې د كراچۍ مسئلې حل كولو لپاره به د يو كال د مينځنۍ مودې او د اوږدې مودې په پروژو عملدرآمد كېږي٬دا ټول پړاؤنه به په دريو كلونو كښې ترسره كولې شي۔دې لپاره د 1100 اربه روپو تار??خي پیكج وفاقي او صوبائي حكومتونو په ګډه تيار كړی