اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي د آزاد ??شمري وداني او پرمختګ د وفاقي حكومت اولن?? ترجيح ده او په دې لړ كښې به كوم كمې كولې نه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د تحريك انصاف آزاد ??شمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري سره خبرو كښې وكړه چا چې اسلام آباد ??ښې وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د مقبوضه كشمير په روانه وضعه ٬ آزاد ??شمير كښې د وفاق لخوا په روانو پرمختيائي منصوبو او معاشي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم او زياتي غندنه كولو سره ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ??و نړيوالو قانونونو ??لاف ورزي كوي او د اسرائيل پالېسۍ خپلولو سره د سيمې ډېموګرافي بدلول غواړي د كومې اجازه به چې غيرتمند او بهادر كشميرې اولس چرې ورنكړي۔ د آزاد کشمیر ودانۍ او پرمختګ په اړه علي امين ګنډاپور ووئيل د آزاد ??شمير وداني اوسوكالي د وفاقي حكومت اولن?? ترجيح ده۔ ملاقات كښې د تحريك انصاف آزاد ??شمير صدر بېرسټر سلطان محمود د وزيراعظم عمران وژن ستائلو سره ووئيل عمران خان ټول عمري خپلو پالېسيو كښې بې وزله او ??تو??ط طبقې ته ترجيح وركړې ده۔ ده ووئيل څنګه چې وزيراعظم د كشمير وكيل په توګه د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كړې ده هغې ته د كشمير اولس دقدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل نرېندر مودي به خپلو انتها خوښې فاشسټ پالېسيو كښې چرې كامياب نه شي او كشميريان به د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كړي