پېنډۍ 21 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي سعودي عرب او پاکستان روڼه هېوادونه دي ٬ د رېلوے ري سټرکچرنګ به د څلورو اوونيو نه و??اندې وكړے شي، لوي كار د اېم اېل ون دے٬ كوم چې به انقلاب راولي او دا انقلاب به د پاكستان تقدير بدل كړي٬ يو نيم لك كسانو ته به روزګار ترلاسه شي او په دې به يو كراسنګ هم نه يو،عثمان بزدار به برقرار وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پېنډۍ صدر كښې مېرمنو لپاره د پوسټ ګرېجوېټ ك??لج پرانستې دستورې نه پس ميديا سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل چين سره د رېل پټلۍ د تفاهم په يادښت لاسليك شوے كوم چې به د بي او ټي په بنياد وي۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د لئي اېكسپرېس وے جوړولو په لار كښې خنډان نشته ٬ فزېبلټي رپورټ او پي سي ون جوړ شوے٬ ده ووئيل شهباز شريف مريم نواز راګېرول غواړي، مريم چې كوم كاڼي راوړي دا ټول كاڼي په نېب نه دي وررولے شوې بلكې د شهباز شريف په سياست ورولے شوي۔ ده ووئيل انشاء الله اوړه چيني هم ارزانېدونكي دي۔ شېخ رشيد ووئيل د چين په مرسته ”رېل پو??نتون” به په پېنډۍ كښې جوړېږي كوم چې به د اسياء لوي پو??نتون وي۔ په دې موقع وفاقي پارلماني سېكرټري شېخ راشد شفيق ، وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ??ال??ه سهېل ،ډائريکټر کالجز شېر احمد ستي او د نورو نه علاوه د رېلوے ډويژنل سپرينټنډنټ سيد منور شاه هم موجود ٶ