اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم ??مران خان وئيلي دي اېم اېل ون د سي پېك مهمه او كليدي منصوبه ده، دې منصوبې سره به د معاشي او سماجي پرمختګ نوې باب رامخې ته شي، د زرګونو په شمېر د ملازمت موقعې به راپېدا شي٬ صنعتي عم?? به هم وده وكړي٬ اولس ته به د سفر او مال بردارۍ غوره اسانۍ ترلاسه شي۔ د وزيراعظم ??فس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم ??مران خان د اېم اېل ون (مين لائن ون) منصوبې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې كښې د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ، د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن او د وزيراعطم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيال ليفټېنټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزير اعظم ??ه د اېم اېل ون منصوبې٬ د پراجېكټ عم??درامد په ټاكلي ټائم لائن٬ شوي پېشرفت او د منصوبې په ګټه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ??مران خان ووئيل اېم اېل ون د سي پېك زياته مهمه او كليدي منصوبه ده۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به نه يوازې د رېلوے نظام جديد او قوي شي بلكې منصوبې سره به هنرمندانو او تربيه لرونكو كسانو ته د ملازمت د زرګونو په شمېر موقعې ترلاسه شي او صنعتي عم?? به هم وده ومومي۔ وزير??عظ?? ووئيل اېم اېل ون منصوبې سره به كاروباري ورورولۍ لپاره كه يو خوا كاروبار كښې آسا??ۍ راپېدا شي نو بلخوا به په كاروباري لګښت كښې هم واضح كمے راشي ۔ وزير??عظ?? ووئيل دې منصوبې سره به د سماجي او معاشي پرمختګ نوے باب رامخې ته شي۔ وزيراعظم ??مران خان ووئيل د پرمختيائي منصوبو د ترجيحاتو تعين زمونږ لپاره د اولس خېرښګړه او د هېواد پرمختګ دے۔