اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی د امریکې او طالبانو لوظنامې ترمخه د افغان لویې جرګې لخوا د بنديوانو خوشې كولو پريكړه ستائلو سره وئيلي دي ام??اك?? او مستحکم افغانستان د سيمې او پاکستان په ګټه دے ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده افغانستان سفیر شکر الله عاطف مشعل سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ش??رو په ورځ ده سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ ایوان صدر لخوا جاري شوې بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوی د افغان سفیر سره په خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان افغانستان سر?? اړيكې مهمې ګڼي او دو?? اړخيز?? اړيكو ته د شريكو ګټو ټولو څانګو كښې د ودې وركولو خواهش لري،وزیر اعظم عمران خان ټولو ګاونډيانو او په خاص توګه افغانستان سره د قوي اړيكو خوښې لري،افغان ټريډ لپاره ګوادر بندرځائې پرانستلو حکومتی پريكړې سره به افغان ټرانزټ ټريډ او دو?? اړخيزه تجارتی اړيكې لا قوي شي۔ صدر ووئيل ام??اك?? او سوكاله افغانستان نه غير سيمه ايز پرمختګ او تجارت ممکن نه دے۔ صدر د امریکې او طالبانو لوظنامې ترمخه د افغان لویې جرګې د بنديوانو خوشې كولو پريكړه وستائله۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان تعمیرِ نو لپاره مثبت کردار ترسره كوي۔ده ووئېل افغان ټريډ لپاره ګوادر بندرځائې پرانستلو حکومتی پريكړې سره به افغان ټرانزټ ټريډ او دو?? اړخيزه تجارتی اړيكې لا ښه شي۔ د افغانستان سفیر افغان مصالحتی عمل كښې د پاکستان کردار وستائلو۔ دغسې ده د کورونا وباﺀ په مهال تجارت او د فغانانو تګ راتګ په روانه ساتلو د پاكستان مننه وكړه۔