اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې مريم نواز د تيار شوي پلان له مخې نېب ته وړاندې كېدو لپاره تللې وه، د ن ليګ مش??انو په ادارو د بريدونو كولو روايت تازه كړے، دا تاثر غلط دے چې نېب يوازې د اپوزيشن احتساب كوي، د حكومتي غړو په ضد هم پلټنې كوي، حكومت د اپوزيشن د غړو نه ك??م خطر نه لري او خپله آئيني موده به پوره ك??ي، د اپوزيشن ګوندونه يو بل سره مخلص نه دي او ځكه مونږ دوي د اے پي سي نه يره نه لرو، د ن ل??ګ او پي پي پي مش??انو د هېواد لوټلو په مهال نيول شوي دي، اوس چې احتساب كېږي نو بيا شور ولې كېږي. د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې اوسنې حكومت د كوم فرق نه بغېر په احتساب باور لري. نېب آزاده او خپلواكه اداره ده، اوسنې حكومت د دې ادارې په چارو كښې مداخله نه ك??ي، څوك چې هم په بدعنوانې كښې ككړ وي، بايد په ضد ئې د فرق نه غېر پلټنې وشي او هغه كېږي هم. وفاقي وزير ووئيل چې ده په ايوان كښې وئيلي وو چې د خپل ځان په ضد د نېب د پلټنو هركلې كوم. ده ووئيل چې مريم نواز د تيار شوي پلان له مخې نېب ته وړاندې كېدو لپاره تللې وه، د ن ليګ مش??انو په ادارو د بريدونو كولو روايت تازه كړے، دا تاثر غلط دے چې نېب يوازې د اپوزيشن احتساب كوي، د حكومتي غړو په ضد هم پلټنې كوي، حكومت د اپوزيشن د غړو نه ك??م خطر نه لري او خپله آئيني موده به پوره ك??ي